' له هندۍ د یپلوماتې سره ناوړه چلند نه دی شوی '

امریکا کې پر هندۍ دیپلوماتې تور لګېدلی، چې د خپلۍ کورنۍ له نوکر سره یې ناوړه چلند کړي او جعلی معلومات یې وړاندې کړي.
د عکس تشریح، امریکا کې پر هندۍ دیپلوماتې تور لګېدلی، چې د خپلۍ کورنۍ له نوکر سره یې ناوړه چلند کړي او جعلی معلومات یې وړاندې کړي.

د امریکا په نیویارک ښار کې د فدرالي منصفه پلاوي دفتر هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې له هندۍ ديپلوماتې دیویانې کهوبراګړې سره یې ناوړه چلند کړی.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له یادې دیپلوماتې سره د شوي چلند په اړه خواشینې څرګنده کړې.

د چهارشنبې په ورځ دغې قضیې د امریکا حکومتي وکیل پریت بهرارا په سختو ټکو د امریکايي چارواکو له دریځه دفاع وکړه، ویې ویل د دغې موضوع اړوند رپوټونه په سم ډول نه خپریږي.

د نوموړي په خبره پر هندۍ دیپلوماتې تورونه لګېدلي، چې ګواکې کورني نوکر ته یې د ډېر کار بدل کې لږ معاش ورکاوه، له ټاکلي مهاله یې ترې ډېر کار اخیست او خپل نوکر ته یې د امریکا ویزا تر لاسه کولو لپاره ناسم معلومات وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې د نیول کېدو پر مهال د دیویانې لاسونه زولانه شوي وو او بدني تالاشي یې اخیستله شوې وه. خو که پر نوموړې لګېدلي تورونه ثابت شي، کېدای شي، له ۱۵ کلن زندان سره مخامخ شي.

د پریت بهرارا په وینا دی حیران دی، چې هند کې د یوې داسې دیپلوماتې په باب ولې غوسه راپارېدلې چې پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي او دا چې که لږ ډېره غوسه وي، نو باید د هغه نوکر په باب وي، چې داسې چلند ورسره شوی.

د نوموړي په خبره دیپلوماته د ماشومانو مخکې نه ده نیوله شوې، لکه څنګه چې د رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، بلکې هغه د بهرنیو چارو وزارت کسانو نیولې، چې له دغه ډول فعالیتونو سره ښه بلد دي.

هند کې د دغې پېښې پر ضد مظاهرې شوې او له امریکا غوښتل شوي، چې بښنه وغواړي.
د عکس تشریح، هند کې د دغې پېښې پر ضد مظاهرې شوې او له امریکا غوښتل شوي، چې بښنه وغواړي.

د هند حکومت له مېرمن دیویانې سره شوی چلند ناوړه بولي او د هند سنا له امریکا نه غوښتې، چې باید بښنه وغواړي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری د هند ملي امنیت سلاکار شیوشنکر مېنن سره خبرو کې له هندۍ دیپلوماتې سره پر شوي چلند خواشینې څرګنده کړه، خو نوموړي دا هم وویل، هیله مند دی، چې امریکا کې ټول مېشت کسان قانون ته درناوی وکړي.