هند کې د تاوتريخوالي له امله ۳ کسه وژل شوي

د هند د اتر پردېش ايالت په مظفر نګر کې يو ځلې بيا د تاوتريخوالي د راټوکېدو خبر ورکړای شوی، چې په پايله کې يې د محمد پور په کلي کې درې کسه وژل شوي دي.
تر اوسه دا لا نه ده روښانه چې دغه پېښه د فرقه يي شخړو پايله ده که څنګه.
د اتر پردېش پوليسو پېښه تاييد کړې، او ويلي يې دي چې پوليس ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د مظفر نګر یوه لوړپوړي پوليس افسر هرنارای سنګهـ له بي بي سي سره په خبرو کې د دريو کسانو وژل کېدل، تاييد کړي دي.
ده وويل دغه کسان د خپلمنځي جنګ له امله وژل شوي او درې واړه له لږکيو سره تړاو لري.
هرنارای سنګهـ وويل چې دغه پېښه د محمد پور او حسین پور په کليو کې شوې ده.
تېره مياشت په مظفر نګر کې د فرقه يي شخړو له امله لسګونه کسان ووژل شول.
د تاوتريخوالي د دغو پېښو له وېرې تښتېدلي سلګونه کسان اوس هم په پنډغالو کې اوسېږي.
په کومه سیمه کې چې د تاوتريخوالي وروستۍ پېښه شوې، هغه تېره مياشت د فرقه يي شخړې له امله تر ټولو زياته اغېزمنه شوې وه.
د اتر پردېش د مظفر نګر په ولسوالۍ کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو له امله د تاوتريخوالي څپې د دغه ایالت نورو برخو ته هم خپرې شوې دي.
د دغه ايالت پر مشر وزیر اکهلېش يادو تور دی چې د تاوتريخوالي او ګډوډيو په مخنيوي کې پاتې راغلی او د ده د حکومت د لرې کېدو غوښتنه هم شوې ده.
په اتر پردېش کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ فرقه يي تاوتريخوالی له ډېرې مودې راهیسې روان دی او له همدې امله پر ايالتي حکومت ډېرې نیوکې کېږي.
د دغې پېښې په تړاو د ايالتي اسمبلۍ د څو غړو په ګډون يو شمېر کسان نيول شوي دي.








