د هند ممبۍ کې د ودانۍ نړېدو ۶۰ کسان وژلي

د پېښې اصلي لامل د ودانۍ ناسم جوړښت بلل شوی.
د عکس تشریح، د پېښې اصلي لامل د ودانۍ ناسم جوړښت بلل شوی.

د هند په لوېديځ ممبۍ ښار کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ نړېدلې، چې له کبله یې لږترلږه ۶۰ کسان وژل شوي.

د خلکو د استوګنې په دې ودانۍ کې ګنې کورنۍ اوسېدې، چې اوس د ژغورنې ډلې ویلي، ۳۳ کسان یې د لوېدلې ودانۍ له کنډوالو رایستلي دي.

پېښه د تېرې جمعې پر ورځ وشوه.

ویل کېږي، چې د ودانۍ د نړېدو پروخت هلته د ۸۳ او ۹۸ ترمنځ خلک وو.

دغه ودانۍ د ممبۍ ښار په ختيځ کې پرته ده.

دا پېښه د ممبۍ طبیعي پېښو تر ټولو ډېره مرګونې ده.

د پېښې اصلي لامل د ودانۍ ناسم جوړښت بلل شوی.

د ژغورنې ډلې له کنډوالو د توکیو او خلکو لټون کوي او په ژغورنې یې بوخت دي.

د تېرې جمعې په ورځ له کنډوالو یوه پېغله هم رایستل شوې ده، چې نژدې ۱۲ ساعته تر خاورو لاندې وه.

یو بل ۵۰ کلن سړی هم د شنبې پر ورځ په ټپي حالت کې له کنډوالې رایستل شوی.

تر اوسه د ودانۍ د نړېدو دقیق لامل نه دی په ډاګه شوی.

د ښاروالۍ کارکوونکي

د پریټي پاوار په نامه یوه ژغورل شوي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "زما د کورنۍ پنځه غړي تر خاورو لاندې وو. دوه یې وژغورل شول. زه له خدایه غواړم چې نور هم ژوندي وي".

د ژغورنې ډلې هلته ټیک شپږ ساعته خلک لټول.

په دغه ودانۍ کې تر ۲۰ ډېرې کورنۍ اوسېدې، چې د خبریالانو په وینا، د ښاروالۍ د کارکوونکو لپاره جوړه شوې وه.

چارواکو ویلي ښاروالۍ د روان کال په لومړیو کې د ودانۍ له اوسېدونکو غوښتي وو، چې له دې ودانۍ کډې بار کړي.

ممبۍ د ګردې اسیا په کچه د ملکیتونو او کرایې له اړخه د لوړ قیمت ځای ګڼل کېږي.

په تېر اپرېل او جون میاشتو کې هم ممبۍ کې د پنځو ودانیو د نړېدو له کبله تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

او د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ، په دې ښار کې ۱۰۰ ودانۍ نړېدلې، چې ۵۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۰۳ نور سخت ټپیان شوي وو.

ممبۍ
د عکس تشریح، چارواکو ویلي، چې تر ۹۰ پورې خلک په ودانۍ کې وو.
ممبۍ
د عکس تشریح، تر اوسه د ودانۍ د نړېدو اصلي لامل نه دی ښوول شوی.