هند افغان ځانگړي ځواکونه روزي

له افغانستان سره د هند د پوځي همکاريو د ډېرېدا د يوې بېلگې په توگه نوي ډيلي په راجستان کې د افغان ځانگړو ځواکونو روزنه پيل کړې ده.
دا خبره هندي پوځ خبري اژانسونو ته په ډاگه کړه او يوې افغان سرچينې هم د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته تایيد کړه.
افغان ځواکونه له څو کلونو راهيسته په هند کې د افغان پوځ سرتېرو ته روزنيز کورسونه لري خو دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د ځانگړو ځواکونو سرتېرو ته د هند له کوماندو سره يو ځاى د تمرين موقع ورکوي.
افغانستان له څه وخته غوښتل چې هند ورسره د پوځي مهماتو او نورو امنيتي برخو کې مرستې وکړي.
داسې هم ويل کېدل چې گواکې افغانستان درنې وسلې له هند څخه غواړي.
هند ته تېره اوونۍ د ولسمشر کرزي د بشپړ شوي سفر په ترڅ کې هم دا خبره په ډاگه شوې وه خو افغان چارواکو ويل چې په هغه سفر کې نوې غوښتنې نه وې شوې.
د افغان ځانگړو ځواکونو روزنه د راجستان په سيمه کې کېږي چې د پاکستان پولې ته نږدې پرته ده.
پاکستان له افغان پوځ سره د هندي پوځ له نژدې کېدا ناخوښ دى.
رپوټونه ښيي چې د افغانستان د ځانگړو ځواکونو شاوخوا ٦٠ سرتېرو د هند له کوماندو سره په روانه مياشت کې تمرينات پيل کړي دي.
د هندي پوځ يوۀ وياند د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې په دې روزنه کې به ډير پام د ترهگرۍ ضد عملياتو ته وي او داسې سيمو کې به پوځي فعاليت ته کتل کېږي چې ولسي وگړي په کې ډير مېشت وي.
د افغانستان ځانگړي ځواکونه د متحدو ايالاتو په مرسته جوړ شول، گومان دا دى چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به همدا ځواکونه د وسله والو مخالفانو پر ضد عمليات پر مخ بيايي.
تېره مياشت هندي پوځ د افغانستان د شمالي گاونډي تاجکستان له ځانگړو ځواکونو سره هم د روزنې په نيت ورته تمرينات کړي و.
هند له افغانستان سره په تېره لسيزه کې د شاوخوا دوو ميلياردو ډالرو مرسته کړې ده.








