هند کې د افغان سوداګرۍ په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي

''له افغانستان سره سوداګري''، د هغه کنفرانس نوم دی چې په پام کې ده سبا (دوشنبه/ نومبر ۱۸، عقرب/لړم ۲۷) ته د هندوستان په بلازمینه نوي ډیلي کې پرانیستل شي.
د نوي ډیلي او کابل چارواکي به د هغه نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي چې په کې د نوولسو هیوادونو شاوخوا ۲۵۰ سوداګر او پانګه وال برخه اخلي.
کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزادت وایي چې دغه شان غونډې تر ډېره کولای شي د افغانستان د محصولاتو لپاره په سمه ییز او نړیوال بازارونه بیامومي.
د دغه وزارت ویاند جانان موسی زی وایي چې دغه شان ناستې په افغانستان کې د پانګونې لپاره هم پانګه وال راماتولی شي.
په هغه پلاوي کې چې له افغانستانه دغې ناستې ته ورتلونکی دی د شلو وزارتونو او خپلواکو ادارو وزیران او استازي، لسګونه سوداګر، د اقتصاد په څانګو کې استادان او د نړیوالو مرستندویه ادارو استازي برخه لري برخه لري.
د کنفرانس په وروستۍ ورځ به د افغانستان د محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون هم نندارې ته وړاندې شي چې په کې به افغاني غالۍ، قره قل، وچې او تازه مېوې، او هغه طبي بوټي چې په درمل جوړولو کې ترینه ګټه پورته کیږي او په دې وروستیو کلونو کې یې نړیوال شهرت تر لاسه کړی نندارې ته وړاندې شي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د سیمې له هېوادونو سره نژدې اقتصادي او سوداګریز اړیکي پاللي چې په هغې ډله کې هند او پاکستان هم راځي.
که څه هم چې دغه دوه هېوادونه پخپلو کې ډېرې ترینګلې اړیکي هم لرلي، خو بیا هم دواړو هیوادونو هڅه کړې چې د خپلو محصولاتو او تولیدي توکو لپاره د افغانستان بازارړنه خپل کړي.
دارنګه د سیمې په کچه دغه دوه رقیب هېوادونه په دې لټه کې هم دي چې په افغانستان کې د خلکو لپاره ښې کاري زمینې برابرې کړي.








