نړیوال بانک: سمونونو اقتصادي وده چټکه کړې ده
نړیوال بانک وايي د دوی وروستی سروې ښوولې د کار او روزګار په چارو کې چټکو سمونونو په نړۍ کې د اقتصاد په ودې کې کلیدی رول لوبولی دی.
نوی راپور وايي روانډا، روسیه او فلپين د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د سمونونو له لارې یې د کار موندنې او سوداګرۍ په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.
راپور زیاتوي د شلو هېوادونو له ډلې چې د اقتصاد او روزګار چارې یې ښې شوي نژدې نیمايي په افریقا کې دي.




