پیغلې نجونه د موبایل ټیلیفون کارولو اجازه نه لري

د هندوستان د بهار ایالت په یوه کلي کې کلیوالي جرګې پرېکړه کړې، چې پېغلې نجونې د موبایل ټیلیفون کارولو اجازه نه لري.
د هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د بهار ایالت په سومګړ کلي کې ځايي جرګې کړې.
د جرګې یوه غړي ویلي، چې د ناواده شویو نجونو موبایل نه کارولو پرېکړه ډېرو کسانو تایید کړې ده.
رپوټ کې د ایالتي مشر وزیر بهیم سنګ له قوله ویل شوي، چې که دغه پرېکړه پلي شي، اړوند کسان به ونیول شي.
د یادونې ده، چې دغه ډول بندیزونه د یاد کلي لپاره نوې خبره نه ده.
د هندۍ ورځپاڼې ټریبون د رپوټ له مخې د هریانه ایالت په شمالي بلاکهیري کلي کې د سګریټ نه څکلو بندیز اوس هم عملي کيږي.
دغه کلي کې څلور سوه کاله پخوا د سګریټ پر څکولو بندیز لګول شوی وو.
د ورځپانې رپوټ کې ویل شوي، هاغه مهال یوه ځايي پاچا په دې شرط د یاد کلي ودانولو اجازه ورکړې وه، چې اوسېدونکي به یې سګریټ نه څکوي.
د ورځپاڼې په وینا کلیوالو له ډېرو کسانو سره ټولنیز پرېکړون اعلان کړی.








