عرب پسرلي درې کلن شو

عرب پسرلى چې دريم کال ته ورننوت د هغه عرب له ځان سوځونې سره پيل شوچې د سړک پر سريې شيان خرڅول. له دې سره چې د دغه پاڅون په پايله کې له سيمي نه د زورواکو او مستدو مشرانو کمبله ټوله شوه خو لا هم سيمه له لويو گواښوونو سره مخامخ ده.

تونس د خپلو گاونډيو په پرتله ډېر ښه دى، خو يو شمير خلک د راتلونکې په اړه اندېښمن دي.

د تونس په لرو بر کې هم احتجاجونه و او هم لمانځنې. ځينې لاهم د يوه اتل په توگه د محمد بوعزيز ي ستاينه او يادونه کوي.

ده پر يوه کراچۍ شيان خرڅول چې خپلې کورنۍ ته يوه گوله ډوډۍ برابره کړي. خو پوليسو يې مخه نيوله.

پوليسو دې کړنې ته په احتجا ج کې بو عزيزي ځان ته اور واچوه چې وروسته مړ شو.

د ده دغه کړنه خپله تونس او وروسته په يوشميرعرب هېوادونو کې د پاڅونونو درامنځ ته کولو سبب شوه چې د عرب پسرلي په نوم يې شهرت وموند.

ځيني په دې باور دي هغه انقلاب چې بوعزيزي رامنځ ته کړ اوس له ماتې سره مخامخ شوى دى.

خلکو ته کار او روزگار نشته او د تونس زوړ پوليس چې خلک ترې تر پوزې راغلي و لاهم خپلو دندو ته دوام ورکوي او پوره واک او ځواک لري.

نوځکه دغلته پر حکومت واکمن د انحاده د اسلامپالي گوند پرضد دخلکو قهر او غوسه ورځ تر بلې ډېرېږي.

خو تراوسه پورې تونس د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړې دي.

له تاوتريخوالي سره سره چې پړه يې د سلفيانو پر توندلارو ډلو اچول کېږي ډېرى تونسيان په دې باور دي چې لاهم دا ممکنه ده چې اسلامپالي او سيکولر ځواکونه په خپلو کې سره روغه جوړه وکړي او هغه هيلې ترسره شي چې عرب پسرلي ټوکولې وي.