د اخوان المسلمين سياسي څانکې مرستيال مشر ونيول شو

د مصر حکومت د اخوان المسلمين يو لوړ پوړى مشر عصام العريان نيولى دى.
د اخوان المسلمين چې اوس پرې بنديز لگول شوى، د مشرانو د نيونې په لړ کې دا تر ټولو تازه پېښه ده.
د دغه غورځنگ ډېرى مشران اوس په زندان کې دي.
د عصام العريان نوم د هغه کسانو د نوم لړ په سر کې و چې د مصر حکومت يې په لټه کې دى.
نوموړى د اخوان المسليمن د سياسي څانکې مرستيال مشر دى.
ښاغلى العريان وړاندې له دې چې د حکومت د لټون له امله ځان پټ کړي، د اخوان المسلمين په مشرانو کې داسې يوه څېره وه چې د خلکو په وړاندې ډېره څرگندېده.
ټاکل شوې نوموړى راتلونکې دوشنبه، د مصر له پرځول شوي اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي او گڼو نورو پخوانيو چارواکو سره يو ځاى په محکمه کې څرگند شي.
پر دوى تور دى چې د دوى د پارونو له امله تېر دسمبر، ١٠ احتجاجيان د يو لړ نښتو پر مهال وژل شوي دي.
د مصر د کورنيو چارو وزارت له لوري د ښاغلي العريان په خپارۀ کړو انځورونو کې نوموړى خاندي او خپل اړوند شيان ټولوي.
د کورنيو چارو وزارت وايي دى ځکه خپلې جامې او نور وسايل ټولوي چې اوږدې مودې لپاره ځي.
د مصر حکومت چې د پوځ ملاتړ له ځانه سره لري د ښاغلي مرسي د واکمنۍ له پرځېدا وروسته د اخوان المسلمين مهم چارواکي نيولي دي.
شاو خوا ٢٠٠٠ وگړي نيول شوي دي.
چارواکي د اخوان المسلمين غورځنگ د ترهگرۍ په پارونې تورنوي.








