تر مرسي وروسته د اخوان المسلمين برخلیک

يوازې څو ورځې مخکې د اخوان المسلمين جګپوړي مشران د مصري ټلوېزیونونو او راډيوګانو پروګرامونو کې پر له پسې را څرګندېدل.
اوس خبريالان او د رسنيو کسان د دوی کوم کس په سختۍ موندلی شي.
په داسې حال کې چې د پوځ او پوليسو له لوري يې په ورځيني ډول د نيولو بهير پراخېدونکی دی، دوی يا په بند دي او يا هم پټ شوي دي.
د بي بي سي عربي څانګې خبريال احمد ماهر په مصر کې د اخوان المسلمين راتلونکي ته خپله کتنه کې وايي څارنوالانو له وړاندې له قاهرې پوهنتون سره نژدې د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي مخالفو احتجاجيانو د وژنې پارولو تورونو پر سر د دغې ډلې له ځينو بنديانو پوښتنې ګروېږنې پيل کړې دي.
دا د دغې ډلې ښې او منظمې مشرتابه لپاره جدي ګوزار دی.
خو مصطفی الخطيب چې د اخوان المسلمين د ويندويې ورځپاڼې، د عدالت او پرمختګ مدير دی، وايي ځپنه د دغې ډلې پر وړاندې شته ګواښ نه دی.
اخوان المسلمين چې بنسټ يې په ۱۹۲۸ کال کې د حسن البنا له لوري ايښودل شوی، د دغه هېواد تر ټولو ستر او پخوانی ګوندي جوړښت بلل کېږي.
د دغه غورځنګ ايديالوژۍ له ښو اخلاقو او اسلامي لاروښونو ته له "دعوت" يا بلنې پر سياسي اسلام ولاړ باور ته پرمختګ کړی دی.
د دغې ډلې له ټاکلو موخو يوه هم د داسې دولت جوړول دي چې اسلامي قانون يا شريعت پرې واکمن وي.
د دې ډلې تر ټولو مشهور شعار دا دی چې وايي "حلاره اسلام دی".
دغه ډله له ۱۹۵۰ کلونو راهيسې د پرله پسې پوځي واکمنو له لوري ځپونکو تګلارو سره مخامخ شوې، تر هغې چې د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ پاڅون وروسته يې سترې پارلماني او ولسمشريزې لاسته راوړنې ولرلې.
ډېر کلونه يې مشران پټېدو ته اړ شوي، او اوس هم داسې ښکاري چې ورته وخت بيا پرې راغلی دی.








