د مرسي د بند موده ۱۵ ورځې نوره اوږده شوې

په داسې حال کې چې د مصر قضايي بنسټ د مخکني ولسمشر محمد مرسي د بند موده نژدې دوه اوونۍ نوره هم غځولې، خو پلویان یې د قضايي سیست له فساده پاک شي.
ظاهراً پر محمد مرسي له حماس ډلې سره د ډېرو نژدې اړیکو تور لګول شوی.
د مصر ځینو قضايي سرچینو ویلي چې د مرسي د بند مودې اوږدولو پرېکړه یې د تېر کمکي اختر تر رخصتۍ مخکې کړې وه، خو اوس یې اعلان کړه.
همداشان د قضاء له لوري د حزب الوسط ګوند د مشر ابو العلا ماضي او د هغه د مرستیال عصام سلطان د بند موده هم پنځلس ورځې نوره غځول شوې ده.
پر دواړو تاوتریخوالي ته د لمنې وهلو او د چارواکو د سپکاوي تورونه لګول شوي.
د قاهرې د استیناف محکمې له خوا د تحقیقاتو لپاره ګومارل شوي قاضي حسن سمیر وړاندې د مرسي د بند د مودې غځولو اعلان وکړ.
پر مرسي دا تور هم لګولی شوی، چې ګني له "زندانونو یې په زور" بندیان خوشي کړي دي.
محمد مرسي د قضاء له لوري له دې اړخه تورن ګڼل شوی چې ګني "حماس ډلې سره یې هېواد کې د دوښمنانه اعمالو ترسره کولو کې مرسته کړې، د پولیسو، پوځ او افسرانو پر بنسټونو یې د بریدونو نیت درلود، د مصر زندانونو ته یې خپل کسان په زور ننویستي او بندیان یې خوشي کړي، او د وادي النظرون زندان کې یې په لوی لاس اور بل کړی.. ".
پر همدې مهال، د محمد مرسي سلګونو پلویانو د قاهرې د قضاء عالي بنسټ ودانۍ مخې ته له فساده د قضايي سیستم د پاکوالي غوښتنه کړې.
دوی ویل چې له قضايي سیستم دې سیاست لیرې شي او له دغه بنسټه دې د چارواکو لاسونه ورلنډ شي.
د لاریونونو تیت پرک کول

د مصر یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د لیرې شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو له خوا رابعه العدویه او النهضت میدانونو کې د مظاهره کوونکو د تیت پرک کولو امر ځنډول شوی.
دوی ویلي، داسې معلومات ورغلي، چې ګني له دغو ځایونو مظاهره کوونکي پخپله خوښه د وتلو تکل لري.
دا څرګندونې وروسته تر هغه راغلې، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر نبیل فهمي بي بي سي ته ويلي وو چې د مصري پولیسو له خوا به له لاریون کوونکو سره د قانون په چوکاټ کې چلند کېږي.
وزیر ټینګار کاوه، چې حکومت لاهم د خبرو له لارې د کړکېچ پر هواري ټینګار لري.








