پوليس: د مرسي د پلويانو د راټولېدو ځای تړو

د مصر حکومتي تلويزيون راپور ورکړی، چې حکومت پوليسو ته لارښوونه کړې هغې سيمې ته چې د محمد مرسي پلويان د اعتراض لپاره ورټولېږي، وتړي.
د ښاغلي مرسي زرګونه پلويان د لنډمهالي حکومت خبرداري ته په نه پام کولو د قاهرې په رابعه العدويه او نهضت ميدان کې د اعتراض کولو د دوام پرېکړه کړې.
د جولای له دريمې نېټې راپدېخوا چې د مصر پوځ محمد مرسي د یو لړ اعتراضونو په پايله کې لرې کړ، د ښاغلي مرسي له ۱۰۰ زيات پلويان وژل شوي دي.
د جمعې په ورځ فعالينو وويل چې له ۳۰ په زیاتو جوماتونو کې لاريونونه پيل شوي او د پلازمېنې په ختيځ کې د رابعه العدويه جومات له اعتراض کوونکو سره يو ځای شوي دي.
ملي امنيت ته ګواښ
د ښاغلي مرسي زرګونه ملاتړو او کورنيو يې له څو اوونيو راهيسې دغلته اعتراض کوي او بېرته واک ته د محمد مرسي رسېدل غواړي.
حکومت د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې مظاهره چيان بايد رابعه العدويه او د قاهرې له پوهنتون سره نژدې د نهضت ميدان پرېږدي، ځکه په خبره يې دا د ملي امنيت لپاره ګواښ دی.
خو د 'کودتا ضد ټلوالې' چې د ښاغلي مرسي له ملاتړو جوړه او د اخوان المسلمين تر لارښوونې لاندې ده، ژمنه کړې چې اعتراضونو ته به دوام ورکوي.
د دغې ډلې په ويناپاڼه کې راغلي: "ټولې انقلابي ډلې، له دې ډلې ټلواله اعلان کوي چې د کودتا د دولت، پرېکړې او د هغوی مذاکرات په رسميت نه پېژني او د هر ډول تاوتريخوالي او وژنو پړه د کودتا د مشرانو پر غاړه ده."
د بشري حقونو د څار ډلې هم له مصري چارواکو غوښتي چې خلک د اعتراض کولو له ځايه، تيت پرک نه کړي.
دغې ډلې ويلي: "د وينې توېدو د مخنيوي لپاره، د مصر غير پوځي واکمن بايد دا ډاډ ترلاسه کړي چې د سوله ييزو اعتراضونو لپاره د مظاهره چيانو حقونه پر ځای شوي او حکومت بايد پرته له زور کارولو د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره بله لار ولټوي."
د جمعې په ورځ حکومتي تلويزيون خبر ورکړ چې په ۴۸ ساعته کې دننه به امنيتي ځواکونه د اعتراض کوونکو د راټولېدو ځای وتړي، او يوازې به له هغه نه خلکو ته د وتلو اجازه ورکړي.
دغه راز د احرار ۲۵ تلوېزيون چې په اخوان المسلمين پورې تړلی دی ويلي، دوه تازه اعتراضونه نور ترسره شوي دي.
د کودتا ټلوالې ويلي چې نيت لري د خپلو لاريونونو لمن په قاهره کې د ملي امنيت په ګډون د څو امنيتي مرکزونو پر لور وغځوي.








