نبيل فهمي له مظاهره چيانو د زغم غوښتنه کړې

د مصر د بهرنيو چارو نوي وزير نبيل فهمي په قاهره کې د يکشنبې ورځې نښتو وروسته چې په پايله کې يې لږترلږه ۷۰ کسه ووژل شول، د زغم غوښتنه کړې ده.
د شنبې په ورځ د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلويانو له امنيتي ځواکونو سره نښتې وکړې، چې د قاهرې د يوه جومات ترڅنګ راټول شوي و.
پر همدې مهال موقت ولسمشر عدلي منصور لومړي وزير ته هغه واک ورکړی، چې له مخې يې پوځ ته د عامو خلکو د نيولو اجازه ورکوي.
په قاهره کې د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي، دا يو خطرناک اقدام دی او د دې مانا دا ده چې د رابعه العدويه جومات شاوخوا راټول شوي اعتراض کوونکي بايد په زور لرې شي.
د کورنيو چارو وزير محمد ابراهيم بيا بيا خبرداری ورکړی چې دغه راټول شوي خلک به ډېر ژر تيت پرک کړي، خو مظاهره چيان لا هم هلته دېره دي.
د يکشنبې په ورځ د قاهرې په شمالي ښارونو کفر الزيات او پورت سعيد کې نورې شخړې شوي، چې په پايله کې يې دوه کسه وژل شوي دي.
د مصر حکومتي رسنۍ، مينا خبر ورکړی چې په سينا ټاپو کې پوځ لس تندلاري وژلې دي.
له بي بي سي سره د خبرو پر مهال د مصر د بهرنيو چارو وزير نبيل فهمي ويلي، حکومت يې پرمختګ غواړي، خو د دې لپاره بايد تاوتريخوالی او ناکرارۍ ختمې شي.
پر مصري حکومت له دې امله نيوکې کېږي، چې د شنبې په ورځ پوځ او پوليسو له خپله بريده تجاوز کړی دی.
زيات زور کارول شوی
نبيل فهمي د دغې نيوکې په ځواب کې وويل: "له دواړو خواوو خلک ډزې کوي، نو ښکاره خبره ده، چې خلک به په کې مړه کېږي."
د شنبې په ورځ په پيل کې حکومت له ډزو کولو انکار کاوه او ويل يې يوازې اوښلن غاز يې کارولی دی.
د شنبې ورځې له وژنو وروسته موقت حکومت په هېواد کې دننه او بهر له سختو فشارونو سره مخامخ شوی دی.
د الازهر پوهنتون مشرد پلټنو امر کړی او د موقت حکومت مرستيال ولسمشر محمد البرادعي ويلي چې له اړتيا زيات زور کارول شوی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له مصري چارواکو غوښتي چې خپلو خلکو ته د مظاهرو کولو حق ورکړای شي.
د بشري حقونو ډلو هم خپله اندېښنه په ډاګه کړې او ويلي يې دي، که پوځ په زور مظاهره چيان سيمې پرېښودو ته اړ باسي، نو څه به کېږي.








