د قاهرې په مظاهرو کې لسګونه کسان وژل شوي

راپورونه وايي چې په قاهره کې د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د ملاتړو له لوري د مظاهرو پر مهال له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي دغه جګړه د رابعه العدويه جومات شاوخوا ته نښتې او په واټونو کې وينې ليدل کېږي.
له مظاهرو سره نژدې د يوه ځايي روغتون ډاکټر ویلي چې له مړو پرته له ۱۰۰۰ ډېر نور کسان ټپيان شوي دي.
تېره شپه د محمد مرسي پلويانو او مخالفانو په پلازمېنه قاهره او نورو سيمو کې پراخ لاريونونه وکړل.
څو زره کسان د تحرير په ډګر کې د پوځ په ملاتړ چې ښاغلی مرسي يې له واکه لرې کړی، راټول شوي وو.
په روغتون کې د وينو ډنډونه و او ډېری ژوبل شوي کسان په بد وضعيت کې و.
د دغه روغتون يو ډاکټر هېشام ابراهيم وايي په تېرو اتو ساعتونو کې له ۱۰۰ زيات کسان مړه شوي او ډیرو يې په سر او سينه د مرميو ټپونه لرل. دوی ډیر داسې کسان وليدل او له ۱۰۰۰ زيات کسان ټپيان دلته دي.
دی وايي د پوځ او د محمد مرسي د پلويانو او مخالفانو ترمنځ نښتې له تېرې شپې راهيسې روانې وې او سهار يې هم دوام درلود.
هوا اوښلن غاز پوښلې او خلک کانګې کوي. موږ دا اوس هم د سپکو وسلو ډزې اورو.

د روغتون دروازې تړل شوي او نور ټپيان نه مني، خو په ټپيانو بار امبولانسونه اوس هم روغتون ته ور روان دي.
د پوځ مشر عبدالفتاح السيسي له خلکو غوښتي چې د دوی د مداخلې د ملاتړ په موخه لارو کوڅو ته ووځي.
د شنبې سهار وختي د مصر د کورنيو چارو وزير محمد ابراهيم ويلي و، چې د جومات شاوخوا روان اعتراضونو ته به د پای ټکی کېږدي.
ده ويلي و چې ځايي خلکو د جومات شاوخوا د خلکو د راټولېدو په اړه شکايت کړی او دوی به 'دغه اعتراض په قانوني ډول' پای ته ورسوي.
په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي د ډزو غږونه تر اوسه هم اورېدل کېږي او ترڅنګ يې اوښلن غاز هم شيندل کېږي.
د اخوان المسلمين وياند جهاد الحداد رويترز خبري اژانس ته ويلي: "پر دوی داسې ډزې نه کېږي چې ټپي شي، بلکې داسې ډزې پرې کېږي چې ووژل شي."
د قاهرې ترڅنګ د مصر په دويم ښار اسکندريه کې هم د تاوتريخوالي پېښې شوي او دغلته د دواړو غاړو ترمنځ د نښتو له امله ۱۰ کسه مړه شوي دي.








