مصر: پوځ د قاهرې امنيت خورا کلک کړی دی

زرګونه امنيتي ځواکونه او پولیس د مصر د پلازمینې قاهرې په کوڅو او سړکونو کې په داسې حال کې په ګزمه بوخت دي چې د لېرې کړای شوي ولسمشر مخالفین او پلویان دواړو د پراخو لاریونونو غوښتنه کړې.
د ښار ځینې برخې تړلې دي.
د اخوان المسلمین ګوند ژمنه کړې تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي چې ښاغلی مرسي بیرته خپلې دندې ته راولي.
خو بل لوري ته د مصر د پوځ مشر پر خلکو غږ کړی چې لارو کوڅو ته راووځي او د هغه څه پر وړاندي ودریږي چې دوی یې ترهګري بولي.
د پوځ خبرداری
د مصر پوځ ويلي له 'تاوتريخوالي او ترهګرۍ' سره د مقابلې لپاره به زور وکاروي.
د مصر پوځ دغه اعلان پر داسې مهال کوي چې نن د جمعې په ورځ دواړه مخالفې ډلې د لاريونونو کولو پلان لري.
د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح السيسي د جمعې په ورځ د لاريون اعلان کړی او ويلي يې دي چې د محمد مرسي د پلويان پر ضد بايد دا لاريون وشي.
بل خوا د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي د ملاتړو له لوري د ده د بېرته ولسمشر کېدو لپاره به اعتراضي مظاهرې دوام ولري.
پر همدې مهال ملګرو ملتونو د مصر له پوځ نه غوښتي چې محمد مرسي او د اخوان المسلمين نور نيول شوي غړي خوشې کړي.
د پوځ له لوري د تاوتريخوالي پرضد د زور کارولو اعلان او د جمعې په ورځ د لاريونونو د ترسره کېدو په تړاو د ملګرو ملتو سرمنشي د محمد مرسي پر پلويانو غږ کړی چې له زغم نه کار واخلي.
پوځ محمد مرسي د جون پر دريمه، د ده پر ضد د مظاهرو له امله له واکه لرې کړ او ويې نيوه.
دغه مظاهرې د محمد مرسي د ولسمشرۍ د يو کال د پوره کېدو په درشل کې کېدې.
کورنۍ جګړې بلنه
اخوان المسلمين ويلي دي چې جنرال عبدالفتاح السيسي د کورنۍ جګړې بلنه ورکوي.
بل خوا د امريکا حکومت د پنجشنبې په ورځ ويلي دوی په مصر کې د روانو حالاتو په اړه دا نه شي ويلی، چې دا پوځي بغاوت دی.
دا چې امريکا په مصر کې حالات څنګه و ارزوي، دا داسې موضوع ده چې له تېرو څو اوونيو راهيسې په امريکا کې پرې بحثونه کېږي.
امريکا وايي که په مصر کې روان حالت پوځي بغاوت وبولي، نو د امريکا د قانون له مخې بايد مصر ته خپلې مرستې ودروي.
د امريکا د کورنيو چارو مرستيال وزير وليم برنس د کانګرس غړو ته ويلي، اړينه نه ده چې امريکا په اوس وخت کې پرېکړه وکړي او داسې اعلان د امريکا په ګټه نه دی.








