السيسي د جمعې په ورځ د لاريون غږ کړی

د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السیسي پر خلکو غږ کړی، چې د جمعې په ورځ دې د هغه څه د مخنیوي لپاره ستر لاریونونه راوباسي، چې دی یې ترهګري بولي.

ښاغلي السیسي له خلکو وغوښتل، چې ده، پوځ او پولیسو ته د تاوتریخوالي او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د ملاتړ ښوولو په موخه سړکونو ته راووځي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د مخالفینو او پلویانو تر منځ خونړۍ شخړې وشوې.

د اخوان المسلمین ګوند یو لوړپوړي غړي ویېلي، دغه څرګندونې یو خبرداری دی خو د مرسي د پلویانو د لاریونونو مخه به و نه نیسي.