د مصر کړکېچ: د قاهرې نښتو کې نهه تنه وژل شوي

قاهره کې چارواکي وايي د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي پلويانو او مخالفانو ترمنځ د شپې نښتو پر مهال نهه تنه وژل دي.
ډېری قربانيان په هغه احتجاجي ناسته کې وژل شوي، چې د مرسي پلويانو قاهرې پوهنتون سره څېرمه کړې وه.
له دې مخکې د ښاغلي مرسي کورنۍ پر پوځ د ده د تښتولو تور لګولی و.
له هغه راهيسې چې د پوځ مشر جنرال عبد الفتاح السيسي د جولای پر ۳ مه دی له واکه لرې کړی، په يو نامعلوم ځای کې له کوم تور پرته ساتل کېږي.
د ښاغلي مرسي اخوان المسلمين ډلې د پوځ په ملاتړ نوی حکومت نه دی منلی، او پرله پسې يې په نژدې ورځني ډول د سړکونو احتجاجونه روان ساتلي دي.
لاريونيان، چې ډېری يې د اخوان المسلمين دي د مصر بېلابېلو برخو کې په لويه کچه احتجاجونه کوي.
له هغه راهيسې چې ښاغلی مرسي له واکه لرې شوی، د تاوتريخوالي پېښو کې لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
"نښه ويشتونکي"
په قاهره کې د بي بي سي خبريال کوېنټن سمروېل په خپل راپور کې وايي مرسي پلوه احتجاجيان داوه کوي پر دوی د ودانيو له بامونو نښه ويشتونکيو ډزې کړې دي.
دوی ادعا کوي دغو وسله والو ته د امنيتي ځواکونو له لوري خونديتوب ورکړل شوی دی.
پر همدې مهال يو احتجاجی د قاهرې تحرير ميدان کې وژل شوی، په داسې حال کې چې دوه تنه نور بيا له پلازمېنې بهر وژل شوي دي.
روغتيايي چارواکي وايی د دوشنبې پر ورځ د قاهرې مرکزي برخې ناراميو کې يو کس وژل شوی او لسګونه نور احتجاجيان ټپیان شوي دي.
د مصر دولتي ټلوزيون ويلي چې ۷ تنه مرسي پلوه احتجاجيان د ناقانونه وسلو لرلو له امله نيول شوي دي.
د قاهرې شمال قليوبيه کې د بېلو نښتو پر مهال د نورو مرګونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د دوشنبې پر ورځ د ښاغلي مرسي کورنۍ وويل دوی هېڅ اړيکه ورسره نه لري، او له نړيوالې محکمې يې د دې غوښتنې پخلی وکړ چې د ده د لرې کولو پېښو په اړه دې پلټنه وکړي.








