مصر کې له تاو تریخوالي سره نوي حکومت لوړه وکړه

مصر کې د جمهوري حکومت له نسکورېدو وروسته موقتې کابینې لوړه وکړه.
نوي کابینه کې د پوځ مشر جنرال ابوالفتح السیسي ته د مرستیال لومړي وزیر دنده ورکړله شوې ده.
د پوځ مشر ته نوې موقته کابینه کې د دفاع وزارت واګې هم سپارل شوې دي او په موقت حکومت کې عظیم الببلاوي لومړی وزیر او عدلي منصور موقت ولسمشر دي.
له واکه د لرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي ګوند اخوان المسلمین ویندوی دغه حکومت "غیر قانوني" بللی.
د روانې جولای په درېیمه پوځ په مصر کې د محمد مرسي حکومت نسکور کړ او اساسي قانون یې وځنډاوه.
د پوځ دریځ دادی، چې دوی د ولس احتجاج او هیلو ته په پام سره دغه اقدام کړی.
د موقتې کابېنې د لوړې مراسم پر دولتي ټلویزیون وښودل شول.
د پخواني ولسمشر محمد مرسي په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم هم نوې کابینه کې شامل دی.
نوې کابینه کې نابل فهمي ته د بهرنیو چارو وزارت واک ورکړل شوی او شریف اسماعیل د تیلو وزیر ټاکل شوی دی.
د مصر په نوې موقته کابینه کې د دریو مېرمنو په شمول یو عیسوي وزیر هم شامل دی.
په موقته کابینه کې د مذهب پاله ګوندونو استازي ګډون نه لري.
موقته کابینه کې د ګډون له بلنې وروسته اخوان المسلمین ویلي و، چې دوی به دغه کابینه کې برخه وانخلي.
د اخوان المسلمین ویندوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي " دا یو غیر قانوني حکومت دی او دوی غیر قانوني لومړی وزیر او کابینه یې نه مني. "
مصر کې به نوی حکومت یوه کمېټه جوړه کړې، چې راتلونکې اونۍ به اساسي قانون کې بدلونونه وکړی او د ټاکنو مهال وېش به جوړ کړي.
مصر کې د نوې موقت کابینې د لوړې پر مهال د تاوتریخوالي پېښې شوې.
پلازمېنه قاهره کې د وړمې شپې خونړیو پېښو کې تر اوسه اووه کسان وژل شوي دي. تر اوسه دې لړ کې څلور سوه کسان نیول شوي دي.
له دې مخکې وړمه شپه د مصر په پلازمېنه کې د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او پولیسو تر منځ نښته کې اووه کسان ووژل شول.
پولیسو د مظاهره کوونکو خپرولو لپاره اوښلن ګاز کارولی او مظاهره کوونکو پولیس په ډبرو ویشتلي او یو سړک یې د لږ ځنډ لپاره تړلی وو.
د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دې اخ و ډب کې تر اوسه ۲۶۱ کسان ټپیان شوي دي.








