لوړپوړی امریکایی استازی د مصر له نوې مشرتابه سره ګوري

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلیم برنز د دوشنبې په ورځ قاهره کې د مصر د پوځ له ملاتړ برخمن نوي مشرتابه سره ګوري.
دا د روان جولای پر درېیمه د محمد مرسي له لیرې کېدا وروسته مصر ته د جګپوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.
واشنګټن اعلان کړی، چې برنز به مصر کې د ټولو تاوتریخوالو "د ختمولو لپاره له اړوندو چارواکو او ډلو سره وغږېږي، او له دوی به د یوه ملکي او دیموکراتیک حکومت جوړولو غوښتنه وکړي".
مصر کې د پوځ ملاتړ درلودونکي حکومت سره د خبرو لپاره مشر امریکايي مرکچي قاهرې ته رسېدلی.
د جولای په لومړیو کې د محمد مرسي حکومت له نسکورېدو وروسته مصر ته دا د یوه امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.
امریکا حکومت وايي ویلیم برنز به د هر ډول تشدد ختمولو او جمهوري حکومت ته د واک لېږدولو لپاره خبرې وکړي.
امریکا وار له مخه له مصري پوځه د لېرې شوي ولسمشر محمد مرسي د خوشي کولو غوښتنه کړې. ویلیم برنز داسې مهال مصر ته رسېدلی، چې عدلي سرچینې وايي ولسي څارنوال د محمد مرسي د ګوند اخوان المسلمین د ۱۴ مشرانو شتمنۍ کنګل کولو امر کړی.
پر دې سربېره د ولسي څارنوال دفتر د محمد مرسي او اخوان المسلمین د ځینو مشرانو په ضد د جاسوسۍ، د مظاهره کونکو د وژلو لپاره د پارولو، پر پوځي بارکونو د بریدونو او ملکي اقتصاد ته د زیان اړولو غوندې شکایتونو په لړ کې څېړنې کوي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې د اخوان المسلمین مشر محمد البدیع هم هغو کسانو کې شامل دی، چې شتمنۍ یې کنګل شوې دي.
د اخوان المسلمین د یو شمېر مشرانو په باب له مخکې څېړنې دوام لري.
دمحمد البدیع او پنځو نورو مشرانو د نیولو امر له مخکې جاري شوی او پخوانی ولسمشر محمد مرسي له مخکې د پوځ له خوا نیول شوی دی.

د یکشنبې په ورځ د مصري پوځ مشر جنرال فتح السیسي په یوه وینا کې د محمد مرسي د ګوښه کولو له پرېکړې دفاع وکړه. د پوځ مشر دا هم وویل، چې سیاست کې د برخه اخیستو لړ کې به د هېڅ ډلې مخه و نه نیوله شي.
" هر سیاسي قوت باید وپوهیږي، چې سیاسي ژوند کې د ټولو لپاره فرصتونه شته او هېڅ نظریاتي تحریک به له برخه اخیستو و نه ګرځول شي. "
د محمد مرسي له ګوښه کېدو وروسته د هغه د ګوند غړي ټول هېواد کې د هغه د خوشي کېدو لپاره احتجاج کوي.
دې احتجاجونو کې تر اوسه لسګونه کسان وژل شوي دي. د دوشنبې په ورځ اخوان المسلمین یو ځل بیا د احتجاج اعلان کړی.








