شمالي کوریا امریکا سره د خبرو وړاندیز کړی

شمالي کوریا له امریکا سره د لوړې کچې د خبرو وړاندیز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې شمالي کوریا د سوېلي کوریا له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې لغوه کړې.
د شمالي کوریا د ملي امنیت کمیسیون په یوې اعلامیې کې ویلي غواړي په سیمه کې د سولې او ثبات په خاطر له امریکا سره جدي خبرې وکړي.
چارواکو ویلي که امریکا د خبرو لپاره له مخکې شرایط و نه ټاکي کولای شي چې د خبرو وخت او ځای وټاکي.
ویل شوي چې دغه خبرې به پر ګڼو موضوګانو څرخي او په دې کې به د امریکا د هغه هدف په هکله هم خبرې شاملې وي چې وايي غواړي ټوله نړۍ له اتومي وسلو پاکه شي.
شمالي کوریا دغه وړاندیز په داسې مهال کړی چې د روان کال په لومړیو کې یې پر امریکا او سوېلي کوریا د اتومي برید ګواښ هم کړی و.
دې هرڅه ته په کتو خبریالان وايي شمالي کوریا تل هڅه کوي چې د خوړو او تېلو د ډېرې مرستې د ترلاسه کولو لپاره د چنو وهلو خپل دریځ پیاوړی کړی.
په دې وروستیو ورځو کې پینګ یانګ له سوېلي کوریا سره هم د خبرو موافقه وکړه خو په سیول کې له خبرو یوه ورځ مخکې یې ویل چې په خبرو کې په دې خاطر ګډون نه کوي چې سوېلي کوریا د خپل پلاوي مشر بدل کړی دی.
د یادولو وړ ده چې شمالي کوریا په وروستیو کلونو کې د اتومي وسلو درې ازموینې کړي چې د نورو هېوادونو ترڅنګ یې د دغه هېواد یوازینی متحد چین هم په غصه کړی دی.








