''د شمالي کوریا ضد هر ګام اخیستی شو''

د امریکا متحده ایالتونو ویلي، چې د شمالي کوریا پرضد به هر راز اړین ګام اخیستو ته چمتو وي.
بارک اوباما ویلي، شمالي کوریا باید د جګړې د ګواښ خبره واخلي او د خپل ولس د ساتنې لپاره له خپلو دښمنانه ویناوو ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره تر خبرو وروسته اوباما ویلي، چې داسې څوک نه شته، چې د کوریا په نیمه ټاپو کې کړکېچ ته غاړه کښېږدي.
بل خوا، بان کي مون پر چین غږ کړی، چې په دغه ټاپو کې د کړکېچ له منځه وړلو لپاره مرسته وکړي.
لاهم جنوبي کوریا او امریکا د شمالي کوریا د اتومي تجربو په باب اندېښمن دي.
د چین رول
د امریکا متحدو ایالتونو له بیجینګ غوښتي، چې د شمالي کوریا د دوښمنانه کړنو د مخنیوي لپاره، چې په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو لامل ګرځي، مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په ګډون ځینې امریکايي چارواکي سیول ته د سفر پرمهال ویلي، چې واشنګټن له بیجینګ غواړي، چې له پیونګ یانګ سره د خبرو په برخه کې له زړه همکاري وکړي.
شمالي کوریا په سیمه کې د کړکېچ ډېرولو ته لمن هوي، او د امریکا متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا ضد اتومي بریدونو ګواښونه یې کړي دي.
بل خوا، د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګان) په یوه راپور کې راغلي، چې پیونګ یانګ د اتومي توغندیو توان پیدا کړی دی.
په امریکايي کانګرس کې یوه وکیل مخکې د استخباراتو او دفاعي کمېټو ته ویلي وو، چې شمالي کوریا اتومي سرګلولې جوړې کړې دي.
"د چین ډېر نفوذ "

که څه هم شمالي کوریا اتومي ازموینې کړې، خو داسې باور کېږي، چې د بالیستیکي توغندیو پر سرګلولو د اتومي وسلو نښلولو ته لا وخت ورته پاتې دی.
پیونګ یانګ د موسودان ډوله اتومي توغندي ختيځو ټاپوګانو ته لېږدولي دي، چې د شمېرو له مخې ۴۰۰ کیلومتره لیرې هدف په نښه کولای شي.
په دې سره دا وېره هم شته، چې ګني په ګوام ټاپو کې به د امریکا اډې په نښه کړي.
خو دا لا ډاګیزه شوې نه ده، چې ایا دغه ډول توغندي مخکې هم ازمایل شوي او که نه.








