د جي ۸ هېوادونو د شمالي کوریا اټومي فعالیت وغنده

د جي ۸ یا د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شمالي کوریا له خوا د اتومي وسلو او بالستیکي توغندیو جوړول وغندل.
دوی له شمالي کوریا وغوښتل چې د لا ډېرو اتومي فعالیتونو څخه لاس په سر شي، هغه څه چې د دوی په وینا پاروونکي او د کوریا په ټاپو وزمه کې کشمکش ته لمن وهي.
د سویلي کوریا او واشنګټن چارواکي وايي شمالي کوریا په خپله ساحلي سیمه کې لږ تر لږه د یوه منځني واټن ویشتونکي توغندي توغولو ته تیاری نیسي.
جاپان، د امریکا متحده ایالتونو او سویلي کوریا د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره په خپله خاوره کې د توغنديو ضد دفاعي سیستم نصب کړی دی.
لندن کې د جي ۸ غونډې وروسته په یوه خبرې ناسته کې د برتانیا بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ وویل موږ د یو بل سره ژمنه وکړه که چیرته شمالي کوریا د توغندي یا کومه بله اټومي ازموینه وکړه نو موږ به ډېر مهم ګامونه پورته کړو.
غونډه کې ګډونوالو د سوریې پر بحران او د شخړو پر مهال پر ماشومانو د جنسي تېریو د مسالې په اړه هم ژورې انديښنې څرګندې کړې.
ښاغلي هیګ وویل خوښ دی چې په کړکیچ کې د جنسي تېریو نړیوالې ستونزې د هواري لپاره وزیرانو په یوه پلان سره موافقه وکړه.
د بی بی سي یو خبریال وايي ډېر کوچني مسایل کېدای شي د امریکا او روسیې په ګډون دا تو صنعتي هېوادونو ترمنځ نږدیوالی زیات کړي.
امریکا او روسیه دواړه په دې توافق لري چې د شمالي کوریا ګواښونه خطرناک دي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې د جي ۸ غړی جاپان د دې مسالې په اړه د یووالي څرګندېدو لپاره د کلک غبرګون څرګندونه غواړي.
شمالي کوریا جاپان، جنوبي کوریا او د امریکا متحدو ایالتونو ته ګواښونه کوي.
د بي بي سي د ديپلوماتیکو چارو خبریال جیمزروبنز وايي وزیران په دې اړه یوه خوله دي، چې د شمالی کوریا ګواښونه او توغندویزې ازموینې خطرناکه پاروونه ده.
لندن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره له لیدو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزېر سرګي لاوروف وویل:
"د شمالي کوریا د بحران په اړه له امریکا سره هېڅ اختلاف نه لرو."
جنوبي کوریا د خپل شمالي ګاونډي له لوري د توغندي ازموینې له اوازو وروسته د تیارسي حالت کچه لوړه کړې ده.
شمالي کوریا د خپلو توندو غبرګونونو او ګواښونو لړۍ هغه مهال نوره چټکه کړه، چې ملګرو ملتونو پرې له درېیمې ازموینې وروسته بندیزونه زیات کړل.
له دې سره سره د امریکا او جنوبي کوریا مشترکو پوځي تمریناتو هم د دغه هېواد واکمن پارولي دي.
د جي ایټ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د سوریې له اپوزېسیون مشرانو سره هم ولیدل.
زموږ د خبریال په وینا د شمالي کوریا د مسالې برعکس د سوریې په اړه د جي ۸ غړي یوه خوله نه دي او هېڅوک هم تمه نه کوي، چې روسیه به د خپل اتحادي بشارالاسد پر ضد د بندیزونو ملاتړ وکړي.
د نوموړي په وینا له تازه معلوماتو جوته شوې، چې د سوري اپوزېسیون او القاعده تر منځ اړیکې شته، چې له همدې امله د دې موضوع په اړه څرګنده تګلاره غوره کول نور هم ګران شوي دي.
د چهار شنبې په ماښام د سوریې اپوزېسیون د زیاتو بشري مرستو غوښتنه وکړه. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ټینګار کوي، چې باید سوري اپوزېسیون خپل تنظیم ته لا زیات پام وکړي.
د لندن د دې غونډې پر مهال به د جي ۸ غړو هېوادونو وزیران تېره اوونۍ د قزاقستان په الماتې کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ناکامو خبرو په اړه هم د غور کولو فرصت ومومي.
ایران وايي د انرژي موندلو لپاره هڅې کوي، خو امریکا او متحدین یې فکر کوي، چې ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅې کوي.
بل لور ته د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وايي، د جي ۸ خبرو لپاره د ده لومړیتوب د شخړو پر مهال د جنسي تېري د مخنیوي لپاره د هوکړې رامنځ ته کېدل دي.
د غونډې په اجندا کې سومالیا، برما او انټرنیټي خوندیتوب هم شامل دي. په جي ۸ کې امریکا، برتانیا، فرانسه، جرمني، اټالیا، جاپان او کاناډا شامل دي.








