کیري جاپان کې د شمالي کوریا کړکېچ ته حل لټوي

جاپان له امریکا غوښتي، چې په نړیواله کچه د شمالي کوریا د اتومي هڅو درولو پروړاندې یوموټی شي.
د عکس تشریح، جاپان له امریکا غوښتي، چې په نړیواله کچه د شمالي کوریا د اتومي هڅو درولو پروړاندې یوموټی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د شمالي کوریا د کړکېچ ختمولو پر سر د خبرو لپاره جاپان ته رسېدلی دی.

نوموړي وړاندې له چینايي مشرانو سره د شمالي کوریا د کړکېچ په غړه غږېدلی چې د بیجینګ مشرانو د پوره همکارۍ ژمنه ورسره کړې ده.

ښاغلي کیري ویلي، چې امریکا له بهر څخه د هر راز برید پر وړاندې د خپل ځان دفاع وکړي.

اټکل دی، چې شمالي کوریا اتومي ازموینې وکړي.

بل خوا، جاپان د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتي، چې له اتومي هڅو د راګرځېدو په برخه کې شمالي کوریا ته یو قوي پیغام واستوي.

د جاپان د دفاع وزیر ایستونوري اونودیرا خبریالانو ته ویلي چې "مهمه دا ده چې په نړیواله کچه موږ همغږي شو، او د شمالي کوریا چارواکو ته دا پیغام ورسوو، چې له اتومي پروګرام او اتومي توغندیو توغولو ډډه وکړي".

د چین سفر

چين چې د شمالي کوريا يوازېنى متحد دى نه غواړي چې د هغه له ملاتړ څخه لاس واخلي، خو هدف يې دا دى چې ترينگلتيا ختمه شي.
د عکس تشریح، چين چې د شمالي کوريا يوازېنى متحد دى نه غواړي چې د هغه له ملاتړ څخه لاس واخلي، خو هدف يې دا دى چې ترينگلتيا ختمه شي.

د امريکا متحده ايالاتونه او چين وايي نيت لري، د هغه څه لپاره چې دوى يې د کوريا ټاپو غير اټومي کول بولي، گډ کار وکړي.

بيجینگ کې ترخبرو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل، د ځانگړو تدبيرونو د نيولو په موخه به دواړه غاړې نورې خبرې او بحثونه هم وکړي:

"چين او د امريکا متحده ايالاتونه بايد د کوريا ټاپو د غير اټومي کولو په موخه گډ گامونه اوچت کړي. نن مو موافقه وکړه چې ډېر ژر به نور بحثونه وکړو چې په ځانگړي ډول دغه هدف ته څنگه ورسېږو".

چين هم له خپله اړخه په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ددغه هېواد د بهرنۍ پاليسۍ مشر يانگ شيچي وويل، د شمالي کوريا له لوري د امريکا متحده ايالتونو او سوېلي کوريا ته د گواښونو له کبله رامنځ شوى کړکېچ بايد د خبرو له لارې حل شي:

" چين به له نورو ښکېلو غاړو او په دې ډله کې د امريکا له متحده ايالاتونو سره کاروکړي چې د شپږو هېوادونو د خبرو په برخه کې رغنده رول ولوبوي. ددغو هڅو موخه به دا وي چې د ٢٠٠٥ کال د سپټمبر د ۱۹ گډې اعلاميې غوښتنې پلي شي".

د امريکا متحده ايالاتونه تر هغې پورې له شمالي کوريا سره د نورو خبرو مخالف دى، چې د خپلو اټومي وسلو پروگرام يې ختم کړى نه وي.

د شمالي کوريا له لوري د اټومي جگړې له گواښونو او څو اوونيو ترينگلتياوو نه وروسته داسې ښکاري چې ډېپلوماتيکي هڅې د کړکېچ د غوڅولو لپاره پرسم لوري درومي.

بيجنگ کې د بي بي سي خبريال وايي له امريکا سره د گډ کار ژمنې ددې څرگندويي کوي چې چين له شمالي کوريا ناخوښ دى.

چين چې د شمالي کوريا يوازېنى متحد دى نه غواړي چې د هغه له ملاتړ څخه لاس واخلي، خو هدف يې دا دى چې ترينگلتيا ختمه شي.