ایل جي کوږ ټلویزیون جوړ کړی

نړیوال الیکټرونیک شرکت ایل جی ادعا کړې، چې لومړی کوږ ټلویزیون یې جوړ کړی. د شرکت مسولینو ویلي دغه ټلویزیون به راتلونکې میاشت کې بازار ته وړاندې کړي.
ایل جي د نړۍ په کچه لومړی شرکت دی، چې دغه ډول ټلویزیون بازارته عرضه کوي. د ارګینیک ډي اوډز کارونې له کبله د دغه ټلویزیون سکرین د نورو هغو پرتله نری او کوږ دی.
دغه ټلویزیون ۵۵ انچه سکرین لري او د ۱۳۵۵۰ ډالرو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندې کېږي. ویل کېږي، چې لومړی به دغه ټلویزیون یوازې جنوبي کوریا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.
کارپوهان وايي د دغه ټلویزیون خرڅلاو به ډېر محدود وي او تر ډېره حده به د نندارې او اعلانونو لپاره وکارول شي.
د یادونې ده، چې ایل جي او سامسنګ د دغه ډول ټلویزیون طرح هغه نندارتون کې وړاندې کړه، چې د جنورۍ په میاشت کې لاس ویګاس کې جوړ شو.




