"د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ خبرې نه کېږی"

سویلي کوریا ویلي چې له شمالي کوریا سره خبرې چې په پام کې وه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي نه کېږي.
د تېرې دوشنبې په ورځ دواړه خواوې سره سلا شوې چې د ګډو اقتصادي پروژو په موخه به د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي دوه ورځنۍ غونډه کوي.
خو اوس له غونډې یوه ورځ دمخه سویلي کوریا ویلي دواړو خواوې ونه توانېدل چې د خبرو لپاره پر پلاوو سره سلا شي.
د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ دغه خبرې له څو میاشتني کړکیچ وروسته پلان شوې وې.
دواړو خواوو نن (سه شنبه د جون ۱۱مه) د خبرو لپاره د چارواکو نوملړونه سره تبادله کړل خو هوکړې ته سره ونه رسېدل.
خبرې رسنیو د سویلي کوریا د یوه چارواکي له خولې ویلي شمالي کوریا خوښ نه و چې د دوی یو چارواکی په خبرو کې برخه واخلي.
تر دې مخکې څه باندې پنځه کاله وړاندې د دواړو هېوادونو چارواکي سره غږېدلي وو.
سره له دې چې د سویلي کوریا یوه دولتي چارواکي ویلي چې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۲مه) به د شمالي کوریا له چارواکو سره خبرې نه کېږي دا څرګنده نه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه خبرې چې د سویلي کوریا په پلازمېنه کې پلان شوې وې ځنډول شوې او که به هیڅ نه ترسره کېږي.
د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې شمالي کوریا دریمه اتومي ازموینه وکړه چې ترې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خړې شوې.
شننونکو د سویلي او شمالي کوریا ترمنځ خبرې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره اړین بللي.








