مون له شمالي کوریا وغوښتل د توغنديو ازموينه بنده کړي

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون پر روسیې غږ وکړ چې د کوریا په ټاپو وزمه کې دې د ترینګلتیا په کمولو کې مرسته وکړي.
ښاغلی بان دا خبرې تر هغه وروسته کوي چې شمالي کوریا د دې اوونۍ په پیل کې د لنډ واټن ویشتونکو توغنديو ازموينه وکړه.
ښاغلي بان د لنډ واټن ویشتونکو توغنديو ازموينه پارونکې وبلله او و یې ويل چې دى ډېر اندېښمن دى.
ښاغلي بان د روسیې له دولتې رسنۍ سره د خبرو پر مهال پر شمالي کوريا غږ وکړ چې د توغنديو د نورو ازموينو لاس پر سر شي او د خپل اټومي پروګرام په اړه نړيوالو خبرو ته را وګرځي.
شمالي کوريا له ختيځ ساحل نه د لنډ واټن ویشتونکو توغنديو ازموينې په دوامداره ډول تر سره کړې دي او دا ډول توغندي د منځني واټن ویشتونکو توغنديو په پرتله چې په ظاهره د څو اونيو راهېسې ازمېښت لپاره چمتو دي په لږه کچه ګواښ رامنځ ته کوي.
د لنډ واټن ويشتونکو توغنديو ازموينه په داسې مهال تر سره کېږي چې د تېرو څو مياشتو راهيسې د شمالي کوريا د اټومي ازموينو پر سر په ټاپو وزمه کې ترينګليتيا زياته شوې ده او پر همدې مهال پيونګ يانګ د امريکا پر ضد د آتومي وسلو بريدونو ګواښنه هم کړې.
پيونګ يانګ د غېر فعاله اټومي ريکتور چې د خپل اټومي پروګرام لپاره پلټونيم توليدوي د بيا پيلولو ګواښ سربېره له سيول سره هر ډول اقتصادي او پوځي اړيکي هم غوڅې کړې دي.
شمالي کوريا د منځني واټن ويشتونکي توغندي په ختيځ ساحل کې د اپريل په مياشتې کې ځاى پر ځاى کړي خو د روانې مياشتې په پيل کې يې دغه توغندي وروسته له هغه لرې کړل چې په په ټاپو وزمه کې ترينګلتيا راکمه شوې وه.
جنوبي کوريا ويلي د شمالي کوريا د فعاليتونو سخته څارنه يې پيل کړې ده.








