د غزې روغتونونو شاوخوا کې ډزې شوې، ناروغان او روغتیاپالان دننه پکې ایسار دي

Smoke billows in the northern part of the Gaza Strip, as seen from Sderot, Israel, 10 November 2023.

د عکس سرچینه، NEIL HALL/EPA-EFE/REX/Shutterstock

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، اسرائیلي ځواکونه د غزې لوی روغتون الشفا، القدس او اندونیزیايي روغتونونو ته نژدې شوي دي او دغه راز ویل کېږي چې دې روغتونونو ته نژدې او یا پکې دننه د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

اسرائیل هم تائید کړې، چې الشفا ته نژدې یې ځواکونه فعال دي او پر حماس یې پرلپسې تورونه پورې کړي، چې تر الشفا لاندې چمتو شویو تونلونو کې فعالیت کوي، خو حماس د اسرائیل دا ادعا رد کړې ده.

په تازه تصویرونو کې اسرائیلي ټانکونه لیدل کېږي چې د غزې ښار الرانتیسي روغتون مخې ته ځای پر ځای شوي دي.

په یوه بله ویډیو کې چې بي بي سي ویریفای تائید کړې، یوه ښځه داسې حال کې لیدل کېږي، چې په روغتون کې ولاړه ده، ویډیويي تصویر اخلي او وايي، ''دا د اسرائیلي ځواکونو لخوا محاصره دی. ''

د نړیوال سره صلیب کمېټې (ای سي ار سي) بیا خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د روغتونونو وضعیت وروستي حد ته رسېدلی او د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د اسرائیلي قربانیانو شمېر کمېدل

Smoke rises over Gaza as seen from Southern Israel, amid the ongoing conflict between Israel and Palestinian group Hamas, 10 November 2023.

د عکس سرچینه، Reuters

اسرائیل د اکتوبر پر ۷مه د حماس بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس نژدې ۱۲۰۰ تنه ښيي. د یادونې ده، چې مخکې اسرائیلي چارواکو دا شمېر تر ۱۴۰۰ کسانو پورې یاداوه.

د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت ویاند لیور هیات هاګاري وايي، دوی دا شمېرې ځکه له سره بیانوي چې په وینا له بریدونو سملاسي وروسته د ځینو وژل شویو مړي نه وو پېژندل شوي، چې په وینا یې د اسرائیليانو نه وو، بلکې ''اوس موږ فکر کوو چې د ترهګرو مړي وو. ''

د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت په ورته مهال ویلي، اسرائیلي ځواکونه د غزې په شمال کې پر هغو هدفونو ''کلک ګوزارونه کوي '' چې دوی باوري دي د لبنان سخت دریځې ملېشې حزب الله اړوند دي.

لیور هیات هاګاري وايي، دا بریدونه د جمعې پر ورځ له لبنانه د اسرائیل خاورې ته د درې ډرون ننوتو په ځواب کې کېږي.

هاګاري وايي، له دې درې ډرونونو یو په نښه شوی دی او دوه نور په داسې سیمو کې غورځېدلي چې څوک پکې نه وو.