اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې ترپای ته رسیدو وروسته دغزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي.

    هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبروتر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره دغزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کلهچېموږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو دحماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی."

    بنیامین نتنیاهو د اوربند په اړه ویلي، په غزه کې به د خپلو یرغمل شویو بندیانو له خلاصون پرته هېڅ راز اوربند ونه شي. "په تاکتیکي توګه، موږ لا دمخه په عملیاتو کې کوچنۍوقفې پلېکړي دي، د بېلګې په توګه یو ساعت دلته، یو ساعت هلته،چېبشري توکي راوړل شي یا یرغمل کوونکي یو یو له منځه یوړل شي."

  2. م.م: تېره یوه میاشت کې مو تر بل هر وخت ډېر مرستندویان وژل شوي

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش وايي، د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې تېره یوه میاشت کې یې دومره مرستندویان وژل شوي، چې د دغه سازمان له جوړېدو راهیسې بل هېڅ وخت په دومره موده کې نه وو وژل شوي.‌

    ښاغلي ګوتېرېش په وار وار د جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده.

    هغه تېره ورځ وویل چې غزه کرار کرار د ماشومانو په یوه هدیره بدلېږي.

    غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وايي،‌ دې تراړه کې د اسرائيلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې له ۴۱۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي دي.

  3. د اسرائیل – حماس د جګړې یوه میاشت

    Gaza

    د عکس سرچینه، Reuters

    نن (د نومبر ۷مه) د اسرائیل او غزې ترمنځ د جګړې یو میاشت پوره شول.‌

    اسرائیلي ځواکونو د اکتوبر ۷مه د حماس وسله والو پر اسرائیل له یوه خونړي برید وروسته، چې ۱۴۰۰ کسان پکې ووژل شول، پر غزې ځوابي‌ بریدونه پیل کړل او لا هم دوام لري.

    غزه کې د حماس روغتیايي چارواکي وايي، چې دغلته د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې تر دې دمه له لس زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

  4. اسرائیلي پوځ یوه میاشت وړاندې له حماس سره د جګړې له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کې تر ټولو سخت هوايي بریدونه کړي دي. د غزې په شمال کې د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي او سختې بمبارۍ دوام لري، اسرائیل وايي په سلګونو "هدفونه" یې په نښه کړي دي. په منځني ختیځ کې د بي بي سي خبریاله یولاند نېل رپوټ لري:

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  5. د ملګرو ملتونو عمومي منشي: غزه د ماشومانو په هدیره بدله شوې ده

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، په غزه کې جګړه "انساني بحران" دی او غزه په چټکۍ د "ماشومانو په هدیره" بدلېږي.

    ښاغلي ګوترېش په خپل خبري کنفرانس کې وویل، هره ورځ په سلګونو نجونې او هلکان وژل کېږي یا ټپیان کېږي. دنوموړي په ​​​​وینا، "دې بحران نړۍ ولړزوله او د ډېرو بې ګناه وګړو ژوند یې واخیست."

    د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د اکټوبر په اوومه د حماس ترهګریز بریدونه وغندل او ویې ویل چې د حماس جنګیالیو له ملکي وګړو څخه د انساني ډال په توګه کار اخیستی او پر اسرائیلو بریدونو ته دوام ورکوي.

    ښاغلي ګوتریش زیاته کړه، "هېڅ شی د ملکي وګړو شکنجه، وژل، تښتونه او ټپي کول نه شي توجیه کولی او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب باید له هر څه لومړی وي."

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

  6. وروستی, غزه کې د حماس طبي چارواکي وايي د اسرائیلو په بریدونو کې تر لس زره ډېر کسان وژل شوي دي

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې طبي چارواکو اعلان کړی، پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۲۲۰ ته رسېدلی دی.

    دغه شمېرې د اسرائیلو تر سختو شپنیو بریدونو یوه ورځ وروسته اعلان شوې دي.

    اسرائیل وايي، په غزه کې یې د حماس د پوځي مرکز په ګډون سلګونه ځایونه په نښه کړي دي.

    د غزې ښار د مرکزي روغتون مشر تر دې مخکې بي بي سي ته ویلي و، تېره شپه د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

    د ملګرو ملتونو او خیریه موسسو په ګډون د بشردوستانه ادارو یوې ډلې ویلي، په غزه کې د ملکي وګړو "وحشتناکه وژنه" ټکان ورکوونکې ده. ویل کېږي په وژل شویو کې زرګونه ماشومان هم شامل دي.

    د غزې پر تړانګې د اسرائیلو بريدونه د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا د اسرائیلو په سوېل کې تر بريد وروسته پيل شول، چې د اسراييلي چارواکو په وينا ١٤٠٠ کسان پکې ووژل شول او لږ تر لږه ٢٠٠ يې يرغمل کړل.

    اسرائیلي پوځ وايي موخه یې د حماس بشپړ له منځه وړل دي.

  7. بريتانيا له لبنان څخه د خپل سفارت يو شمېر کارکوونکي باسي

    په سیمه کې د کړکېچ له زیاتیدو وروسته د بريتانيا د سفارت یو شمېر کارکوونکي او د هغوی کورنۍ په لنډمهاليډول له لبنان څخه ايستل کېږي.

    د بريتانيا د بهرنیو چارو وزارت د دغې پرېکړې لامل اوسنی "امنیتي وضعیت" بللی. په دې وروستیو کې د لبنان حزب الله ډلې او اسرائیلي پوځ ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

    د لبنان دولتي خبري اژانس پرون خبر ورکړ چې د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو د بريد په پايله کې دری ماشومان او د هغوی مور وژل شوې ده.

    د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، دا برید د یوه اسرائیلي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې شوی دی.

    لبنان

    د عکس سرچینه، Reuters

  8. وروستی, غزه کې د مخابراتو او انټرنیټ بشپړ پرېکول؛ امبولانسونو سره به اړیکي پرې شي

    د بي بي سي خبریال جرمي بووېن وايي، په غزه کې یو بل سهار هغه داسې مهال پیل شو چې غزې ته زنګ وهل تقریبا ناشوني دي او انټرنیټي اړیکې پرې شوي دي.

    وړاندې تر دې چې له هغه ځای سره تړلې لارې په بشپړه توګه پرې شي، په غزه کې زموږ ټیم را ته وویل، تېره شپه سخت بریدونه شوي. د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، اسراييلي پوځ د غزې ښار د پولو شا ته رسېدلی او په بشپړه توګه يې محاصره کړې ده.

    خو په غزه کې د تیلیفونونو او مخابراتو قطع کول به په دې مانا وي چې فلسطیني امبولانسونه به نور د تیلیفوني اړیکو ترلاسه کولو توان ونلري.

    وروستی ځل امبولانسونه د چاودنو غږ ځایونو په لور ورغلي چې که وکولای شي له ټپیانو سره مرسته وکړي.

    د بي بي سي خبریال ویلي دا یوازې د ملکي خلکو لپاره د پخوا پرتله حالت تر د وزخ لا بدتره کوي کوي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

  9. وروستی, په ملګرو ملتونو پورې اړوند ټولو سازمانونو غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې

    د ملګرو ملتونو د ټولو لویو ادارو مشرانو یوه نادره ګډه اعلامیه خپره کړې او په غزه کې یې د "سمدستي بشري اوربند" غوښتنه پکې کړې ده.

    د ملګرو ملتونو ادارې چارواکي وايي: "له څه باندې یوې میاشتې راهیسې نړۍ، د اسرائیلو او د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د وحشت او وېرې په حال کې ده."

    د یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال پروګرام، او همدارنګه د ماشومانو د ژغورنې په څیر خیریه بنسټونو، د جګړې دواړو خواوو ته د مرګژوبلې زیان "وحشتناک" بللی او د حماس له خوا یرغمل شویو بندیانو په غیر مشروط خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

    په بیانیه کې راغلي دي: "په غزه کې د ډیرو ملکي وګړو وحشتناکه وژنه او د خوړو، اوبو، درملو، برېښنا او سون توکو ته د دوه اعشاریه دوه میلیونو فلسطینیانو نه لاسرسی د منلو وړ نه دي."

    بیانیه زیاتوي، د اکتوبر له اوومې راهیسې د ملګرو ملتونو د ادارې ۸۸ کارکوونکي وژل شوي دي چې تر ډېره د فلسطیني کډوالو لپاره په چارو بوخت وو.

  10. اردن وايي هوايي ځواک یې غزه کې له هوا روغتیايي مرستې غورځولې

    د اردن پاچا ملک عبدالله ویلي د هېواد هوايي ځواکونه یې پر دې بریالي شوي په غزې تړانګه کې یوه فعال اردني روغتون ته له هوا بېړنۍ روغتیايي مرستې او درمل وغورځوي.‌

    پاچا عبدالله د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي، پوځ یې دنده درلوده چې په غزه کې ټپیانو ته مرسته ورسوي.

    هغه فلسطینیان د دوی وروڼه بللې او زیاته کړې یې ده چې اردن به ورسره پیاوړی ملاتړی پاته شي.

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو په اړه څه نه دي ویلي.

  11. د اکتوبر له ۷مې غزه کې د ملګرو ملتونو ۴۸ تاسیسات ویجاړ شوي

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Reuters

    فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي چې د اسرائیل لخوا پر غزې د بریدونو له پیل راهیسې یې په دې تراړه کې ۴۸ اړوند تاسیسات ویجاړ شوي دي.

    دغه اژانس یو ځل بیا دا یادونه هم کړې چې د کړکېچ له پیل تر اوسه د غزې یو نیم میلیون اوسېدونکي بې ځایه شوي، چې نږدې نیمو یې د دوی اړوندو دفترونو کې اړولي دي.

    پرون د دې ادارې په حواله رپوټونو کې راغلي وو چې پناه ځایونه یې دومره ډک شوي چې د غزې سویل ته نور ورغلي خلک پکې نشي ځایولای.

    یو‌اېن‌ روا ویلي، ګڼ شمېر بې ځایه شوي خلک د دوی دفترونو ته نږدې پر سړکونو شپې سبا کوي.

    اسرائیلي ځواکونو د غزې د شمال اوسېدونکو ته ویلي، چې د دې تراړې سویل ته ولاړ شي ځکه دوی غواړي په شمالي غزه کې د حماس ریښتې وباسي.

  12. د تصویر په ژبه: له غزې لوګي پورته کېږي

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، اسرائیلي ځواکونو د غزې شمال لوېدیځ کې د کډوالو شاتي کمپ پر سر فشنګونه خوشې کړي.‌ دغلته ته حماس وسله والو سره د ډزو د تبادلې راپور ورکړ شوی.
    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د غزې دا عکس د اسرائیل له شماله اخیستل شوی دی
    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د غزې شمال کې د اسرائیلي ځواکونو له بریدونو وروسته لوګي پورته کېږي. اسرائیل ویلي و چې نن شپه درانه بریدونه کوي
  13. وروستی, د بي‌بي‌سي خبریال: پر غزې تر ټولو درانه هوايي ګوزارونه

    په غزه کې د بي‌بي‌سي خبریال رشدي ابوعلوف وايي،‌ فکر کوي چې اسرائیلي ځواکونو به نن شپه پر دې تراړې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو درانه هوايي ګوزارونه کړي وي.‌

    هغه زیاتوي چې دغه بریدونه تر ډیره د غزې پر شمال لوېدیځ متمرکز دي او دغلته د کډوالو پر 'بیچ' کمپ ځواکمن بریدونه شوي دي.‌

    د کډوالو دغه کمپ د شاتي پنډغالي په نوم هم مشهور دی.‌

    تر دې لږ ورمخکې د اسرائیل د پوځ یوه ویاند دانیال هګاري ویلي وو "موږ له پیاوړي ځواک سره برید کوو. نن شپه او هره ورځ. نن شپه غټ برید روان دی."

  14. انتوني بلېنکن ترکیې ته رسیدلې

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، بلېنکن (ښی) انقره کې د امریکا له سفیر جېف فلېک سره

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سیمه ییز دیپلوماتیک سفر په لړ کې ترکیې ته رسېدلی.

    انقرې پر غزې د روانو بریدونو له کبله له اسرائیل خپل سفیر ورغوښتی او ویلي یې دي، چې بنیامین نتناهو سره نور اړیکي نه پالي.

    د یادونې ده چې ښاغلي بلېنکن د دغه سفر په لړ کې تر دې مخکې په اسرائیل، اشغال شوې لویدیزه غاړه، اردن او عراق کې هم له مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدلي دي.

  15. په ترکیه کې د امریکا پوځي اډې مخې ته د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ شخړه شوې

    ترکیې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سفر په درشل کې د دغه هېواد په جنوب کې مظاهرې شوې دي.

    د راپورونو له مخې پولیسو د هغو مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز او اوبه کارولې چې د امریکا پر پوځي اډې یې برید وکړ.

    دغو مظاهره چیانو غوښتل چې دغه اډه دې له اسرائیلو د امریکا د ملاتړ له امله وتړل شي.

    د فرانسې خبري اژانس يو عکاس وايي، پيل کې مظاهره سوله ييزه وه خو کله چې خلکو پر اډې بريد وکړ پولیسومداخله وکړه.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په رام الله کې د فلسطینۍ ادارې له مشر محمود عباس سره وکتل او له هغه ځايهله ترکي چارواکو سره د خبرو لپاره انقرې ته ولاړ.

    ترکيه

    د عکس سرچینه، Getty Images

  16. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن له ترکيې وروسته عراق ته تللی چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې په اړه خبرې وکړي - دا وروسته له هغه چې د عربي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پرون د اوربند غوښتنه وکړه. انتوني بلینکن وايي اور کم دې وشي، ځکه امریکا وېره لري چې بشپړ اوربند به حماس ته ګټه ورسوي یعنې داسې هغوی به له دې فرصت کار واخلي او بیا خپل ځانونونه منظم کړي. قطر وايي، د اسرائیلو بمبارۍ د یرغمل شویو کسانو ازادولو لپاره د منځګړیتوب هڅې پېچلې کوي. په عین حال کې اسرائیل د غزې په شمال کې ملکي خلکو لپاره یو خوندي لار پرانیزي چې جنوب ته وتښتي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  17. وروستی, اسرائيل وايي د لبنان حزب الله ډلې د ټانک ضد توغندیو برید کې د دوی یو وګړی وژل شوی

    د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ویلي،لبنان سره پولې ته څېرمه د لبنان حزب الله ډلې د ټانک ضد توغندي برید کې د دوییو وګړی وژل شوی دی.

    دغه وياندويلي، حزب الله د اسرائیلو پوځي اډې او ښارونه په نښه کوي.

  18. وروستی, راپورونه وايي د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو برید کې درې ماشومان له خپلې مور سره يو ځای وژل شوي

    د لبنان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په جنوب کې د اسرائیلو د برید پايله کې دری ماشومان او د هغوی مور وژل شوې ده.

    په دغه راپور کې ویل شوي چې د دوی موټر د بنت جبیل په سیمه کې د سړک پر سر په نښه شوی دی.

    د ماشومانو عمرونه ۱۰، ۱۲ او ۱۴ کلونه ښودل شوي دي.

    د لبنان د حزب الله ډلې او اسرائیلي پوځ تر منځ په سرحدي سیمو کې په وروستیو اونیو کې څو ځله بریدونه شوي دي.

  19. وروستی, د حماس لخوا د نیول شویو اسرائیلیانو د خلاصون لپاره لندن کې لاریون شوی

    په لندن کې له پارلمان سره نږدې څلورلاري کې د هغو اسرائیلیانو د خوشي کېدو په ملاتړ لاریون شوی چې د اکتوبر ۷مه نیټه حماس ډلې نیولي دي.

    په لندن کې د اسرائیلو سفارت ویلي په دې لاریون کې زرګونو لاریونوالو ګډون کړی دی.

    دوی له ځان سره د اسرائیلو بیرغ او د برمته شویو کسانو د خوشي کېدو شعارونه لېږدول.

    د رپوټونو له مخې حماس شاوخوا ۲۴۰ اسرائلیان یرغمل کړي.

    له دې مخکې د اسرائیلو د لومړي وزیر یوه مخکښ سالاکار هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د اسرائیلو په بریدونو کې د حماس په لاس یرغمل لسګونه اسرائیلیان وژل شوي دي.

    لندن

    د عکس سرچینه، PA Media

  20. وروستی, د سکاټلنډ لومړي وزیر کورنۍ د غزې څخه له خوندي وتلو وروسته بریتانیا ته رسیدلې

    د بریتانیا حکومت په رسمي ډول تاید کړي چې د سکاټلند د لومړي وزیر حمزه یوسف کورنۍ په خوندي ډول بریتانیا ته رسیدلې.

    د حمزه یوسف خسرګنۍ په غزه کې له جګړې راهیسې هلته بنده وه او د تېرې جمعې په ورځ یې مصر ته د اوښتلو موقع پیدا کړې وه.

    حمزه یوسف له خپلوانو سره د یوځای کېدو یو انځور په ټولنیزه رسنۍ اېکس خپور کړی او په دې یې خوښي ښودلې.

    بریتانیا

    د عکس سرچینه، Humza Yousaf