د ملګرو ملتونو بشري حقونو څانګې مشر حماس او اسرائیل په جنګي جنایتونو تورن کړي

Smoke and fire during direct combat between the Israeli army Hamas military wing, at the beach road in west-centre Gaza City

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو او حماس پوځي څانګې تر منځ د مخامخ نښتو پر مهال د اور لمبې او لوګي لیدل کېږي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د بشري حقونو څانګې مشر پر اسرائیل او حماس دواړو تور لګولی چې جنګي جرمونه یې کړي دي.

ولکر تورک د حماس له لوري د یرغمل کسانو بندي ساتلو او هغه څه یادونه وکړه، چې دی یې ملکي فلسطینیانو ته په ټولیز ډول د سزا ورکول بولي او دغه راز یې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د غزې له ځینو برخو په زور د خلکو شړلو یادونه هم وکړه.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي بیا پر حماس له دې کبله نیوکه کړې، چې ملکي خلک د ډال په توګه کاروي، خو په وینا یې په غزه کې د وژل شویو ملکي خلکو شمېر ښيي چې د اسرائیل پوځي عملیاتو کې "په څرګند ډول یو څه ناسم دي. "

اسرائیل وايي، پر چهارشنبه د دوی ځواکونو سویلي غزې ته غځېدلی سړک پرانیست او له دې سره ۵۰ زره فلسطینیان له غزې ښاره ووتل.

په غزه کې د نړیوال سره صلیب مرکزي دفتر مشر بیا هلته وضعیت ''بشري ناورینګګ بللی او په خبره یې مېندوارې مېرمنې، لوڅې پښې ماشومان او سپین ږیري یې په داسې حال کې لیدلي چې په خوندیتوب، خوړو او اوبو پسې پلي ګرځېدل.

Flash bombs dropped by Israeli military on Gaza, 8 November

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نومبر پر اتمه اسرائیلي ځواکونو پر غزه فلش بمونه وغورځول.

په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین وايي، د اسرائیلي ځواکونو له بمباریو د ځان ژغورنې لپاره په پناه ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي او له همدې کبله په غزه تړانګه کې د ناروغیو خپرېدو احتمالي خطر په ډېرېدو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په طبي مرستو بار یو کاروان د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفا ته رسېدلی دی.

دا پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، چې ۱۴۰۰ کسان پکې ووژل شول او له ۲۰۰ ډېر یې یرغمل کړل، د کړکېچ له پیل سره ایله دویم ځل دی، چې الشفا روغتون ته د طبي تجهیزاتو او دارو، درملو مرسته رسېږي.

په غزه کې د حماس کنټرول لاندې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د تېر اکتوبر پر اوومه د اسرائیلي بمباریو له پیل راهیسې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ زره ۵۶۹ تنو ته رسېدلی دی.