د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي ايټاليا ته په سفر تللی

زېلېنسکي

د عکس سرچینه، EPA

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي د ایټاليا پلازمېنې روم ته په سفر تللی دی. ټاکل شوې نوموړی به هلته له سياسي مشرانو او د عيسويانو له مذهبي مشر پاب فرانسېس سره وګوري.

ښاغلي زېلينسکي پر ټوېټر د دغه سفر اعلان وکړ او دا يې "د اوکرايين د بريا لپاره يو مهم سفر" وباله.

نوموړي د ايټاليا له لومړۍ وزيرې جورجيا ميلوني او ولسمشر سرجيو مټرېلا سره کتلي دي.

په پلازمېنه روم کې کلک امنيتي تدبيرونه نيول شوي، زر تنه پوليس د امنيت په موخه ګومارل شوي او د روم له پاسه د الوتکو پر پرواز بنديز لګېدلی دی.

ښاغلي زېلېنسکې د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسېس سره هم ګوري. ښاغلي فرانسېس په وار وار ويلي چمتو دی چې د روسيې او اوکراييڼ په جګړه کې د منځګړي رول ولوبوي.

نوموړي د دې مياشتې په پیل کې وويل، "واتيکان د جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې په پلان کار کوي او زیاته يې کړه چې کله دا پلان ښکاره شو په اړه به يې بيا هغه مهال خبرې وکړي."

خو د اوکرايين او واتيکان تر منځ اړيکې کله هم ښې نه وې.

د تېر کال اګست مياشت کې پاپ فرانسېس د يوه روسي قومپالي لور دريا ډوپينا چې په موټر بم چاودنه کې وژل شوې وه د "جګړې بې ګناه قرباني" بللې وه چې وروسته په واتيکان کې د اوکرايين سفير له دې امهل پر پاپ نيوکه وکړه.

له ۲۰۲۰ کال او پر اوکرايین د روسيې له بريد راوروسته دا به د پاپ او د اوکرايين د ولسمشر تر منځ لومړنۍ ليدنه وي.

زېلېنسکي

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرايين د ولسمشر دا ليده کاته په داسې حال کې کېږي چې روسيې تېره شپه پر پلازمېنه کيېف او د اوکرايين پر نورو ښارونو هوايي بريدونه وکړل.

د دغو بريدونو په پايله کې د اوکرايين په سويلي ښار ميکولايف او د اوکرايين په لوېديځ کې دری کسان ټپيان شوي او حساس بنسټونه او ګڼې دولتي ودانۍ په کې زيانمنې شوې دي.

د جمعې په ورځ د اوکرایین په ختیځ کې له لومړۍ کرښې شاوخوا ۹۰ کیلومتره لېرې د لوهانسک له ښاره چې د روسیې تر ولکې لاندې دی، د چاودنو راپورونه ورکړل شول.

په سیمه کې د روسیې په ملاتړ بېلتون غوښتونکو ځواکونو پر کیېف د هغو توغنديو د کارولو تور لګولی چې په دې وروستيو کې بريتانيا اوکرايين ته ورکړل.

د شنبې په ورځ هم له دې ښاره د نورو چاودنو رپوټونه ورکړل شوي دي.

په عيني حال کې بيا اوکراییني ځواکونه وايي چې د هېواد په ختیځ کې یې بخموت ته نژدې پرمختګ کړی دی.