اوکرايين کې د بخموت جګړه
د اوکرايين په بخموت کې جګړه خورا سخته، تر ټولو اوږده او مرګونې بلل شوې ده. روسيه لا هم نه ده توانېدلې چې له خپل نهه مياشتني يرغل وروسته هم دغه ښار ونيسي. اوکرايیني ځواکونه لا هم د ښار پر لوېديځې څنډې ولکه لري.
دواړو خواوو درنه مرګژوبله ګاللې ده. اوکرايين هيله دا لري، دغه جنګ به یې د خپلو سيمو بيا نيولو کې له اوږدو سترګې پر لار دفاعي يون کې د روسيې پوځ ستړی کړي.
د بي بي سي دفاعي چارو خبريال جاناتن بيل پرې راپور لري.