د اوکرايين ښارونو ويجاړی
یوه داسې ویبپاڼه چې د ګوګل سټريټ ويو په څېر ده، لیدونکو ته فرصت ورکوي چې د اوکرایین پر بمبار شویو سړکونو وګرځي.
دغه پاڼه انډينايبېل نومېږي. که څوک ورشي نو په وسیله یې د اوکرایین ویجاړ شوي ښوونځي، د لوبو ځایونه، او کورونه له نژدې کتلی شي.
عکاسي یې هغه سړي کړې چې پخوا یې ګوګل شرکت لپاره کار کاوه. د دې پروژې یو څه لګښت د اوکرایین حکومت د بیارغونې او دفاع صندوق لخوا ورکول کېږي.
پام چې په دې رپوټ کې ځینې برخې دردونکې دي: