ولوديمير زېلېنسکي: د جګړې لومړیو کرښو کې حالت په سختېدو دي
د اوکرايين ولسمشر ولوديمير زېلېنسکي وايي،د جګړې لومړۍ کرښو کې يې حالت په سختېدو دی، داسې حال کې چې روسيه غواړي د اوکرايين دفاعي ليکي ماتې کړي.
ده ويلي، د هېواد ختيځ کې يې د بخموت، ولېدار او ليمان شاوخوا سيمو کې حالت خورا سخت شوی دی.
په يوه تازه ارزونه کې بيا د بريتانيا پوځي استخباراتو ويلي، بخموت کې د اوکرايين ځواکونه پرله پسې ګوښيتوب کې دي، داسې حال کې چې روسانو د دغه ښار کلابندۍ ته زور ورکړی دی.
پر همدې مهال د جګړې لومړۍ ليکو کې مرګژوبله په زياتېدو ده.څه موده وړاندې یې د وژل شويو اوکراينيانو ترمنځ ډينېس سوسېنکو هم و، يو داسې ځوان چې د جګړې لومړۍ کرښو کې یې مړي ټولو د يوه ماين چاودنه کې ووژل شو.
د بي بي سي خبري ډلې ورسره د جګړې بېلابېلو وختونو کې څو ځله خبرې کړې وې.