د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر: د وسلو په استولو کې ځنډ به زموږ د وګړو د ژوند په بیه تمام شي

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولبا وايي، هغو هېوادونو چې له اوکرایین سره د روسیې د یرغل پر مهال "بد چلند" کړی، د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به ورسره حساب او کتاب وشي.
له بي بي سي سره په یوه مرکه کې نوموړي وویل: "پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د هېوادونو د تګلارو غوروای به راتلونکو اړیکو کې په پام کې ونیول شي."
ښاغلي کولبا خبرداری ورکړ چې د لوېدیځو وسلو په استولو کې ځنډ به د اوکرایینیانو د ژوند په بیه تمام شي.
نوموړي وویل: "که د وسلو په رسولو کې ان یوه ورځ هم ځنډ وشي، نو دا په دې معنی ده چې یو څوک به په لومړۍ کرښه کې وژل کېږي."
ښاغلي کولبا دې مرکه کې د جګړې پای ته رسولو او جګړه کې د چین په رول ډیرې خبرې کړې دي.
نوموړي له پاپ فرانسیس څخه هم ګیله کړې او ناهیلي یې ښودلې چې تر دې دمه اوکرایین ته نه دی ورغلی.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم په اوکرایین د روسیې له برید وروسته د لویدیځ ځواکمنو هېوادونو لخوا پوځي او اقتصادي مرسته شوې، خو د افریقا، اسیا او سویلي امریکا ګڼ هېوادونه غلي پاتې شوي او کوم دریځ یې نه دی غوره کړی.
ښاغلي کولبا په ډاګه کړه، هغه هېوادونه چې د اوکرایین ملاتړ نه کوي "د دې جګړې پر مهال یې ناسم چلند کړی او له اوکرایین سره یې ناوړه چلند کړی دی" چې په راتلونکي کې به یې بیه پرې کړي.
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې لویدیځ هېوادونه د اړتیا تر کچې او په چټکۍ سره پوځي مرسته نه کوي. لامل یې هم دا کیدای شي چې دې هېوادونو له لومړۍ نړیوالې جکړې وروسته د داسې یوې جګړې چمتوالی نه درلود.
نوموړي له خپلو ملاتړو هېوادونو وغوښتل چې د وسلې په وراستولو کې چټک ګامونه پورته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې وروستیو اونیو کې بل هیڅ ځای دومره د وسلې غوښتنه نه ده کړې لکه باخموت ښار کې چې اوکراييني پوځیانو کړې.
یاد ښار له اوو میاشتو دفاعي جګړه باندې بوخت دی او روسیه هڅه کوی چې ونیسي.
نوموړی وايي، که باخموت سقوط وکړي نور ښارونه به هم د سقوط لیکې ته برابر شي.
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیڅ داسې نښي نه ښکاري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره لیواله وي.
نوموړي زیاته کړه چې هره جګړه د مذاکراتو په میز پای ته رسیږي خو اوکرایین دې موخې ته رسیدو لپاره یوه لوی ملاتړکوونکي ایتلاف ته اړتیا لري.







