د اوکرایین لومړی وزیر: نیمايي هېواد له انرژۍ وسایلو بې برخې شوی

پلازمېنه کیېف کې یو چارواکی وايي، کېدای شي د ښار برېښناکوټ غیر فعال شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پلازمېنه کیېف کې یو چارواکی وايي، کېدای شي د ښار برېښناکوټ غیر فعال شي.

د اوکرایین لومړی وزیر وايي، د روسیې وروستیو توغندیزو بریدونو له کبله یې د هېواد نیمايي انرژۍ سیسټم ویجاړ شوی دی.

دا به داسې حال کې ده، چې اوکرایین کې د حرارت درجه تر صفر هم لاندې تللې او په پلازمېنه کیېف کې د ژمني موسم لومړنۍ واوره اورېدلې ده.

د پلازمېنې یوه چارواکي بیا خبرداری ورکړی، چې کېدای شي د ښار برېښناکوټ په بشپړه توګه غیر فعال شي. له دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلېنسکي ویلي، ۱۰ میلیونه اوکرایینیان له برېښنا بې برخې شوي دي. پر اوکرایین د روسیې بمباریو سره هممهاله انجینران هڅه کوي، ویجاړ شوي بریښنايي تاسیسات ورغوي.

اوکراییني لومړي وزیر دېنیس شمېهال د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: ''له بده مرغه روسیه د اوکرایین پر ملکي او مهمو تاسیساتو توغندیز بریدونه کوي او زموږ د انرژۍ نیمايي نظام وار له مخه غیر فعال شوی دی. ''

د کیېف ښاري ادارې مرستیال مشر مېکولا پورفوروزنیک بیا په دې هکله وايي ښار ''بېلا بېلا وضعیتونو ته تیاری کوي، چې د (برېښنا) بشپړ بندیدل هم پکې شامل دي. ''

نوموړي داسې څه نه دي ویلي چې د ښار انرژۍ سیسټم غیرفعالیدو په صورت کې به څه کېږي، خو د چارواکو په وینا دوی له هېڅ ښاره د خلکو ایستلو پر موضوع غور نه کوي.

د اوکرایین برېښناکوټونو ادارې یوکرینېرګو مسوولینو بیا پر خواله رسنۍ انسټاګرام یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي: ''یرغلګر هېواد رسماً منلې چې هدف یې زموږ د انرژۍ سیسټم ویجاړول دي، چې اوکرایینیان له برېښنا او مرکز ګرمۍ محروم شي. ''

د لوېدیځ لفیف په ګډون د اوکرایین ځینو سیمو کې د موسم لومړنۍ واوره شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لوېدیځ لفیف په ګډون د اوکرایین ځینو سیمو کې د موسم لومړنۍ واوره شوې.

روسیې د پنجشنبې پر ورځ د اوکرایین پر یو شمېر نورو انرژۍ تاسیساتو هم بریدونه وکړل. دا په داسې حال کې ده، چې ایله دوې ورځې مخکې روسیې د جګړې له پیل وروسته تر ټولو سختې بمبارۍ او توغندیز بریدونه کړي وو.

داسې ښکاري چې د جګړې په ډګر کې د روسیې له پرشاتګونو وروسته دا د روسي پوځیانو نوی تکتیک دی، چې اغېز یې خورا برالا معلومېږي.

مسکو بیا وايي، دغه بریدونه د سولې خبرو ته د کیېف ''نه لېوالتیا '' ته غبرګون دی.

د انرژۍ کمښت ښکار ډېری اوکرایینیان د پلازمېنې کیېف، لوېدیځ ښار وینېتسیا، سمندرغاړې وډیسا او شمال ختیځ سومې اوسېدونکي دي.