بریتانیا: اوکرایین باید روسیې سره د سولې ناسمې هوکړې ته اړ نه کړل شي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, لیو سندز
- دنده, بي بي سي
د انګلستان لومړي وزیر بورېس جانسن ټینګار کړی چې اوکرایین باید روسیې سره د یوې بدې سولې قرباني نه شي.
بورېس جانسن له پارلمانه د باور رای اخیستو وروسته وزیرانو سره د کابیني په ناسته کې د خبرو پر مهال ویلي، اوکرایین باید د نړۍ د ځواکونو تر فشار لاندې را نه شي، او روسیې سره پر یوې داسې سولې هوکړه و نه کړي چې دوام و نه لري.
د لومړي وزیر ویاند خبریالانو ته ویلي، بورېس جانسن زیاته کړې: "د سولې نیمګړې هوکړې پاېښت نه لري او زلینسکي باید دې کار ته اړ نه کړل شي."
د بهرنیو چارو وزیر لیز ټروس هم د کابینې غونډې ته ویلي، لندن پر روسیې د لا نورو بندیزونو لګولو پر چمتووالي بوخت دی.
رووسیه د جنسي تورونو سربېره نړۍ کې د خووړو کړکېچ پر رامنځته کولو هم تورنه شوې خو روسیه یې ردوي.
د روسیې سفیر د اروپايي ټولنې د مشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې د امنیت شورا له غونډې وتلی ، چې ویل یې پر اوکرایین د روسیې یرغل په نړۍ کې د خوړو د کړکېچ لامل شوی.
شارل میشل وايي روسیه اوسمهال د هېوادونو پروړاندې د خوړو وړاندې کولو نه د "پټ توغندي" په توګه ګټه اخلي او خلک بې وزلۍ ته راکاږي.
د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا ښاغلی میشل په دروغو خپرولو تورن کړی.
پر اوکرایین د روسیې یرغل د فبرورۍ پر ۲۴مه پیل شو چې د اوکرایین بندرونو کې خوراکي توکي ورسرهایسار پاتې دي.
اوکرایین د غوړیو او همدارنګه غلو دانو او غنمو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی .روسیه هم ډېرې غلې او کود صادروي. د دغو صادراتو کمښت د یادو توکو د بیو د لوړېدو لامل ګرځېدلی.
په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته ښاغلي میشل وویل: "د روسیې د فدراسیون ښاغلی سفیر، راځه رښتیا ووایه، کرملین د مخ پر وده هېوادونو پر وړاندې د خوړو وړاندې کولوکې د پټ توغندي په توګه ګټه نه اخلي؟!."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
"د روسیې د جګړې اغېز ټولې نړۍ ته رسېدلی او د خوړو بیې یې لوړې کړې، خلک یې بې وزلۍ ته کشولي او ځینې سیمې یې بې ثباته کړې دي."
"روسیه د خوړو د کړکېچ یوازېنۍ مسؤله ده."
د روسیې سفیر ددې خبرو په اورېدو قهرېدلی او له غونډې وتلی دی. خو ښاغلي میشل د وتلو پرمهال ورته وویل: "وتلی شې، ښايي حقیقت ته نه غوږ نیول اسانه وي."
زیلېنسکي: سوردونیڅک او لیزیچنڅک پر 'مړو' ښارونو اوښتي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي وايي، په ختیځ دونباس کې سوردونیڅک او ورڅېرمه لیزیچنڅک ښارونه د جګړې له کبله پر "مړو شویو" ښارونو اوښتي دي.
په ورته وخت کې، ښاغلي زیلېنسکي دا هم ویلي چې د هېواد ځواکونه یې په یاد ښار کې د روسي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي.
دا ښار د روسیې لپاره هم سټراټیژیک موقعیت لري او که ونیول شي، نو د اوکرایین لوهانسک ټوله سیمه ترې نیولی شي.
روسیې په ورته وخت کې له کییف نه د شاتګ په لړ کې پر ختیځ دونباس ښار ډېر تمرکز کړی او په وروستیو اونیو کې یې هلته تدریجي پرمختګ هم کړی دی.
که څه هم د اوکرایین د جنګېدونکو ځواکونو پرتله د روسي جنګیالیو شمېر ډېر دی، خو ښاغلی زیلېنسکي وايي، اوکراییني مدافع وګړي ټینګ ولاړ دي.
په لیزچنسک ښار کې چې تېره یکشنبه ښاغلی زیلېنسکي هم ورغلی و، جګړه تېزه شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ددې ښار یو اوسېدونکی الکسندر لیاخووتېڅ وايي، کور یې روسي توغندیو ویجاړ کړ او سوځېدلی دی.
دغه ۶۷ کلن سړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "پر موږ پرله پسې بریدونه وشول... ډېره ترهوونکې جګړه ده".
په جګړه کې د دواړو غاړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د روسي جنرال وژل کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د یکشنبې په ورځ روسي دولتي رسنیو وویل، د روسیې یو جګپوړی قومندان جنرال رومان کوتوزوف په یوه یرغلیز برید کې وژل شوی دی.
لوېدیځ هېوادونو اوکرایین ته د پرمختللو وسلو استولو ژمنه کړې چې د دې هېواد په ختیځ کې دفاعي وړتیا ورسره لوړه کړي.
بریتانیا د دوشنبې په ورځ ومنله چې راتلونکې پوځي مرستندویه جوپه کې به یې د لیرې واټن ویشتونکو توغنديو سیستم هم وي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، له اوکرایین سره د لوېدیځو هېوادونو هر ډول د وسلو مرسته به د جګړې د اوږدولو قصدي هڅه وي او که عملي شي دوی به د اوکرایین پر لا نورو سیمو هم بریدونه وکړي.









