بریتانیا اوکرایین ته اوږد واټن توغندي ورکوي؛ پوتین د بریدونو ډېرولو ګواښ کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا دفاع وزیر بېن والېس وايي هېواد یې اوکرایین ته د اوږد واټنه توغنديو سیستم ورکوي.
هغه ویلي د توغندیو دا 'اېم ۲۷۰' توغوونکی سیستم به اوکرایین سره د روسیې د یرغل پر وړاندې د خپلې خاورې دفاع کې مرسته وکړي.
د بریتانیا د توغندیو دا توغوونکی سیستم کولی شي یوه دقیقه کې ۱۲ هممهاله توغندي وتوغوي او په ۸۰ کیلومترو کې ځمکني اهداف په بشپړ دقت په نښه کړي.
دا تر هغې ډېر اوږد واټن دی چې دمګړۍ یې اوکراییني ځواکونه وسلې لري.
بریتانیا دا علان داسې مهال کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لویدیځ ته خبرداری ورکړی که اوکرایین ته نورې وسلې واستوي، نو دوی به اوکرایین کې د هدافو لیست پراخ او بریدونه ډېر کړي.
د بریتانیا حکومت لا نه ده تائید کړې چې اوکرایین ته دا ډول څومره وسله استوي، خو بي بي سي موندلې چې لومړي سر کې به درې سیستمونه ورکړ شي.
بریتانیا دا ګام له امریکا سره په همغږۍ اخلي.
د امریکا حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې اوکرایین ته د توغندیو دې ته ورته یو سیستم ورکوي.
د روسیې ولسمشر اوکرایین کې پر ډېرو اهدافو د بریدونو ګواښ هم د امریکا همدغه اعلان ته غبرګون کې کړی و.
د بریتانیا حکومت ویلي راتلونکو اوونیو کې به خپله خاوره کې اوکراییني پوځیانو ته د توغندیو د دغه توغوونکي سیستم روزنه ورکړي.
د بریتانیا دفاع وزیر ویلي چې هېواد یې اوکراییني پوځیانو سره د روسیې د 'بې ضرورته' یرغل پر وړاندې د خپلې هېواد دفاع لپاره د اړتیا وړ مهمو وسلو برابرېدو کې مخکښ رول لوبوي.
هغه وویل د روسیې تکتیکونه بدلېږي، نو اوکرایین سره د دوی ملاتړ هم باید همداسې وي.
د پوتین خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، که لوېدیځ هېوادونه کیېف ته د اوږد واټن ویشتونکې وسلې ورکړي، روسیه به په اوکرایین کې د بريدونو لپاره د خپلو اهدافو لست پراخ کړي او په داسې موخو به برید وکړي چې لا تراوسه يې نه دي په نښه کړي.
په یوې ټلویزیوني مرکه کې د روسیې مشر ویلي دي چې اوکرایین ته د دغه ډول وسلو ورکول په دې مانا دي چې دغه کړکېچ تر شونې حده وغځول شي.
یو شمېر لوېديځو هېوادونو اوکرايين ته د پرمختللو وسلو د استولو ژمنه کړې، امریکا اعلان کړی چې دغه هېواد نوي توغندي ورکوي چې تر شاوخوا څلور نيم زره کيلومترو پورې هدف په نښه کولی شي.
د اوکراییني چارواکو په وینا د روسیې د یرغل پر شا تمبولو کې به دا توغندي مهم او بدلوونکی رول ولري.
د روسيې له خوا دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې دننه په اوکرایین کې بیا روسیه وايي په کېیف کې یې هوايي بریدونه تر سره کړي او د هغو ټانکونو د له منځه وړلو ادعا کوي چې اروپايي هېوادونو، اوکرایین ته ورکړي دي.










