اوکرايين کړکېچ: راتلونکې ورځې ډېرې مهمې دي

د ویډیو تشریح، اوکرايين کړکېچ: راتلونکې ورځې ډېرې مهمې دي

په داسې حال کې چې د اوکراین په اړه په نړیواله کچه اندېښنې په ډېرېدو دي، دفرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره خبرې پیل کړې دی.

هغه وايي تمه لري بحثونه د ترینګلتیا کچه راکمه کړي او پر اوکراین به د روسیې د یرغل شونتیا هم راټیټه شي.

مسکو نه مني چې پر اوکوراین د برید پلان لري خو بیا بیا یې خبرداری ورکړی که اوکراین د ناټو له سازمان سره یو ځای شي، د روسیې د امنیت ریښتینی ګواښ پېښولای شي.