فرانسه: پوتین له پوځي تمرینونو وروسته له بېلاروس روسي ځواکونه وباسي

د روسيې او فرانسې ولسمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

فرانسه وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون ته ویلي چې له پوځي تمرینونو وروسته له بېلاروس څخه د ځواکونو د ایستلو اراده لري.

د فرانسې ولسمشر ايانويل مکرون چې له ښاغلي پوتين سره ټيليفوني خبرې کړې ویلي، دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د اوکرایین د کړکېچ حل لپاره ډیپلوماټیکه لار پيدا کړي.

ويل کېږي چې د فرانسې او روسيې د بهرنيو چارو وزيران به د دوشنبې په ورځ په دې اړه نورې خبرې هم وکړي.

بل پلو روسي ځواکونو په بېلاروس کې پوځي تمرينونه غځولي دي. ټاکل شوې وه چې دغه تمرينات د يکشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

د بېلاروس دفاع وزارت له خوا خپره شوې یوه بيانيه کې ویل شوي چې د اوکرايين په ختيځ کې د وضعيت خرابوالی يو له هغو لاملونو دی چې هلته شاوخوا ۳۰ زره روسي سرتېري وساتل شي.

دغه ګام هغه وېره لا زياته کړې چې روسيه غواړی پر اوکرايين چې له بېلاروس سره اوږده پوله لري بريد وکړي.

لوېديځ مشرانو پر مسکو تور پورې کړی چې د پوځيانو بېرته ايستلو ته پلمې لټوي خو روسيه دا خبره ردوي چې ګواکي پر ګاونډي اوکرايين د بريد پلان لري.

Russian and Belarusian soldiers drill together in Brest, 19 February

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي، د پوځي تمرينونو غځول ښيي چې نړۍ د جګړې په څنډه کړې ده.

د بي بي سي د ختیځې اروپا خبریاله سارا رینسفورډ وايي، د بېلاروس د دفاع وزارت دا اعلان ښيي چې روسیه د اوکرایین پر سر له لوېدیځو هېوادونو سره په خپل دریځ ولاړه ده

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، روسیه په اروپا کې د یوې داسې پراخې جګړې پیلولو پلان لري چې له ۱۹۴۵ کال راهیسې نه ده لیدل شوې.

نوموړي له بي بي سي سره ځانګړي مرکه کې ویلي، داسې نښې نښانۍ شته چې د دې پلان پلي کول وار د مخه پیل شوي دي.

بورېس جانس او د نړۍ یو شمېر نور مشران دا وخت د جرمني په میونیخ کې د نړیوال امنیتي کنفرانس لپاره راټول شوي، او اوکرایین کې روان وضعیت د دې ناستې یوه مهمه اجنډا ده.

د ښاغلي جانسن په وینا، استخباراتي مالومات ښیي چې روسیه غواړي پر اوکرایین له یرغل کولو وروسته د دې هېواد پلازمېنه کیف ښار محاصره کړي.

د امریکا حکومت اټکل کوي چې دا مهال له ۱۷۰ زره تر ۱۹۰ زرو روسي پوځیان د اوکرایین پولو ته نږدې ځای پر ځای شوي دي.