د اروپايي ټولنې مشرانو اوکرایین ته سملاسي د کاندید هېواد حیثیت ورکولو ملاتړ وکړ

له کیڼ لوري د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي، جرمن چانسلر اولاف شولز، اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانس

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له کیڼ لوري د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي، جرمن چانسلر اولاف شولز، اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانس

د فرانسې، جرمني، ایټالیا او رومانیا مشرانو په اروپايي ټولنه کې د اوکرایین ته د غړیتوب ورکولو ملاتړ کړی او په وینا یې باید ''سملاسي '' د کاندید هېواد حیثیت ورکړل شي.

د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې یوه ګډې غونډې ته وینا کې د جرمني چانسلر یا صدراعظم اولاف شولز وویل، ''اوکرایین د اروپايي کورنۍ غړی دی. '' خو نوموړي زیاته کړه، اوکرایین باید په بشپړه توګه د یو ځای کېدو په شرایطو برابر شي.

په ورته مهال د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د ۲۷ غړو هېوادونو اروپايي ټولنه به د روسیې پر ضد د بریا تر مهاله له اوکرایین سره څنګ پر څنګ ودرېږي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د روسیې روان یرغل د ''متحدې اروپا پر ضد '' جګړه وبلله او په وینا یې ''یو موټيوالی تر ټولو ګټوره وسله ده. ''

نوموړي یو ځل بیا له ځانه د دفاع او د هغو سیمو بېرته ترلاسه کولو په پار چې له تېرې فبرورۍ ۲۴ مې راهیسې روسي ځواکونو نیولې دي، اوکرایین ته د درنو وسلو ورکولو غوښتنه تکرار کړه.

مکرون: اوکرایین باید جګړه وګټي

Macron, Scholz and Draghi visit Irpin, 16 June 2022

د عکس سرچینه، Reuters

په ورته وخت کې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر روسیې نیوکه کړې او اوکرایین کې یې ښکېلتیا "وحشیانه" بللې ده.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو مشران اوکرایین سره د ملاتړ څرګندولو لپاره پلازمېنې کېیف ته تللي دي.

په دغه مشرانو کې د ایټالیا ماریو دراګي، د فرانسې ایمانویل مکرون، د رومانیا کلاوس یوهانس او د جرمني اولاف شولز شامل دي.

د رپوټونو له مخې کېیف کې د اروپايي ټولنې د مشرانو له رسېدو سره سم په دغه ښار کې د هوايي برید خبرداري غږېدلي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ایرپین ښار ته د ورتګ پر مهال دغه هېواد سره پر خپل ملاتړ ټینګار کړی او ویلي دي، اوکرایین باید د روسیې پر وړاندې مقاومت وکړي او جګړه وګټي.

مکرون خبریالانو ته ویلي:" دا یو اتل ښار دی چې د بربریت او بدنامۍ نښې پکې ښکاري."

د نړۍ مشران

د عکس سرچینه، Reuters

اولاف شولز یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي، دوی نه یوازې ملاتړ څرکندوي بلکې اوکرایین ته دا ډاډ هم ورکوي چې د مالي او بشري مرستو تر څنګ به پوځي مرستې ته هم چمتو وي.

له دې وړاندې اوکرایین پر جرمني تور پورې کړی و چې هڅه کوي له روسیې سره د اړیکو ساتلو لپاره د کېیف د ملاتړ انډول وساتي، دا هغه شک و چې نن یې لرې کولو او وضاحت ته اړتیا ده.

شولز اوکرایین ته د توپونو او درنې وسلې ورکولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه یې دا ژمنه نه ده عملې کړې.

د کریملین یوه جګپوړي چارواکي کېیف ته د فرانسې، جرمني او ایټالیا د مشرانو پر سفر نیوکه کړې.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیترې میدوېدوف پر ټویټر لیکلي، "دوی به د تل په څېر اوکرایین ته په اروپايي ټولنې کې د غړیتوب ژمنې ورکړي او بېرته به لاړ شي، هر څه زموږ پلان سره سم روان دي، دا کار به اوکرایین سولې ته نږدې نه کړي."

دا پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته دغه هېواد ته د اروپايي ټولنې د دریو غړو هېوادونو د مشرانو لومړنی ګډ سفر دی.

اوکرایین تمه لري، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو کلک ملاتړ ترلاسه کړي او د روسیې پر وړاندې جګړه وګټي.