زیلینسکي: د روسیې لخوا د اوکرایین ختیځ کې د سیمو نیول لنډمهاله دي

روسیي ځواکونو ۴۰ کلي د اوکرایین په ختیځ کې د پنجشنبې په ورځ ونیول خو د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلینسکي وايي، دا او نورې نیونې لنډ مهاله دي.
نوموړی وايي، د روسیې ځواکونه به د پولې له شاوخوا سیمو بېرته وشړل شي.
ښاغلي زیلینسکي دا څرګندونې خپل ملت ته په یوه ویډیويي پیغام کې کړې دي.
نوموړی وايي، "یرغلر ګر هڅه کوي د هېواد په سویل او ختیځ کې یو څه بریاوې ولري."
ښاغلی زیلینسکي زیات وي، دوی ځواکونه را ټولوي او په تاکتیکي ډول یې زمونږ هېواد ته دننه کوي.
د اوکرایین د ولسمشر په خبره، روسیي ځواکونه هڅه کوي د اوکرایین په نیول شویو سیمو کې تش په نامه خپل خوځښتونه وکړي.
نوموړی وايي، "له دې ګامونو څخه هېڅ یو به یې له روسیې سره زموږ د دولت په وړاندې جګړه کې مرسته ونکړي."
د ولسمشر زیلینسکي د دفتر یوه مرستیال پر ملي تلویزیون یوه پيغام کې وویل، روسيي ځواکونو ختیځه سیمه دونيڅک کې ۴۲ کلي د پنجشنبې په ورځ ونیول.
اوکرایینۍ الوتکه د دې هېواد په سویل کې لوېدلې

د عکس سرچینه، TISA KILBY
سیمه ییز چارواکي وايي، یوه اوکرايینۍ الوتکه د دغه هېواد په سوېل کې د "تخنیکي ستونزې" له کبله لویدلې او مرګ ژوبله هم لري.
دا (۲۶AN-) یوه نظامي الوتکه وه چې د اوکرایین نظامیانو اداره کوله او د جمعې په سهار ولوېده.
چارواکو زیاته کړې، د الوتکې د غورځېدو د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او په اړه به یې نور معلومات وروسته خپاره شي.
راپورونه وايي، د اوکرایین په ختیځ کې د اوسېدو په سیمه کې د درنو ډزو غږونه اورېدل کېږي او داسې ښکاري چې په ختیځ کې د توپونو لویه جګړه روانه ده.
د بي بي سي خبریال جنتین بېل وايي، د شپې په اوږدو کې ډېرې سختې ډزې وشوې.
هغه زیاتوي، موږ شپه په سلوویانسک کې تېره کړه، دا سیمه له لومړۍ کرښې ۲۰ کیلومتره لېرې وه.
نوموړی وايي: "موږ فکر کاوه چې د استوګنې په سیمه کې به نسبتا خوندي یوو. خو ځايي مهال له ۱:۰۰ بجې وروسته موږ د روسیې د مرمیو په ناڅاپه او خورا زورورو ډزو راوېښ شوو او بیا يوه پټنځای ته لاړو."
دی وايي، سهار کله چې ګرځبنديز لېرې شو، موږ د زیانونو سروې وکړه.
نوموړی زیاتوي، هغه ځای کې چې موږ اوسېدو بریدونه یوازې ۲۰۰ متره ترې لېرې وو.
ښاغلی بېل وايي، د لوړو اپارتمانو شیشې په لارو کې پرتې وې او د برېښنا مزي پرې شوي وو او برېښنا نه وه.
نوموړی وايي، د ډونباس په ډېرو ښارونو کې همدا حال دی خلک چې پاتې دي هڅه کوي خپل ژوند ته یو ډول نه یو ډول دوام ورکړي.










