اوکرايين کړکېچ: پوتين وايي په اروپا کې جګړه نه غواړي

د عکس سرچینه، EPA/SERGEY GUNEEV/KREMLIN POOL/SPUTNIK / POOL
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي، روسيه په اروپا کې جګړه نه غواړي خو د ده په وينا امنيتي اندېښنو ته بايد جدي پام وشي.
د روسيې ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د دغه هېواد پوځ ويلي، يو شمېر روسيي ځواکونه د اوکرايين له پولو وتلي چې دا د مسکو له لوري د احتمالي کړکېچ د کمېدو لومړۍ نښه بلل کېږي.
خو لوېديځ مشران وايي تراوسه د روسي پوځيانو د وتلو په اړه شواهد نشته.
د اوکرايين شاوخوا د سل زره روسيې پوځيانو ځای پر ځای کېدو پر اوکرايين د بريد وېره رامنځ ته کړې ده. خو ښاغلي پوتين تل دا رکړې چې ګواکي پر دغه هېواد د يرغل پلان لري.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، هېواد یې د جګړې په لټه کې نه دی او له همدې امله یې د اوکرایین د کړکېچ په اړه لوېدیځ ته وړاندیزونه کړي، خو "رغنده ځواب" یې نه دی اورېدلی.
ښاغلي پوتین په مسکو کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولتز سره ګډې خبري غونډې ته وویل، دی چمتو دی چې د اوکرایین د کړکېچ د کمولو لپاره له لوېدیځ سره پر امنیتي مسایلو خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په خبري کنفرانس کې، د جرمني لومړي وزير پر ښاغلي پوتین غږ وکړ چې خپل مرکچیان دې د "ډیپلوماسۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره له یوه مثبت چلند" سره خبرو لپاره واستوي.
ښاغلي شولتز وویل چې د اروپا امنیت "یوازې له روسیې سره په کار کولو سره ترلاسه کېدای شي، نه د روسیې پر ضد".
د روسیې ولسمشر له ناټو سره د اوکرایین د یو ځای کېدو د احتمال په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې روسیې ته له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې ویل کېدل چې ناټو به نه پراخوي، خو زیاته یې کړه چې "اوس موږ ګورو چې د ناټو فعالیت له خپلو پولو بهر دی."
د انټرفاکس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، له اوکرایین سره پر پوله ځای پر ځای شوي یو شمېر پوځیان بېرته خپلو مرکزونو ته ستنېږي، خو د هېواد په نورو برخو کې پراخ پوځي تمرینات دوام لري.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریه زخاروا پر انسټاګرام خواله رسنۍ په دې اړوند یوه پیغام کې وايي: ''د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پنځلسمه به تاریخ کې د یوې داسې ورځې په توګه ولیکل شي، چې د جګړې په تړاو د لوېدیځوالو پروپاګند ناکام شو. ''
د یادونې ده، چې تېره اونۍ نامعلومو امریکايي چارواکو خبریالانو ته ویلي وو، کېدای شې ''هره شېبه '' روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي.
روسیې له اوکرایین سره پر پوله نژدې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي، خو په تکرار سره وايي، چې پر دغه هېواد د یرغل کولو پلان نه لري.
مخکې د روسیې بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، تر اوسه ټولې دیپلوماتیکې لارې چارې نه دي ازمویل شوې.
له دې څو ساعته مخکې د امریکا او بریتانیا مشرانو وویل، لا هم له دیپلوماتیکې لارې د اوکرایین کړکېچ هواري ټولې هیلې له منځه نه دي تللې، خو په وینا یې وضعیت اوس هم نازک دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د روسیې پوځي یرغل په هکله له مخکینیو خبرداریو سره سره په ۴۰ دقیقه يي تازه ټیلیفوني خبرو کې ومنله چې اوس هم د یوې هوکړې احتمال شته.









