پوتین: روسیه به د اوکرایین ختیځ کې خپل پوځي اهداف ترلاسه کړي

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ټینګار کړی چې د اوکرایین ختیځ کې به د دونباس پر نیولو بریالی کېږي او خلکو ته به اجازه ورکړي چې بېرته خپل عادي ژوند پیل کړي.
پوتین په کرملین کې یوې غونډې ته د وينا پر مهال ویلي "په دونباس کې د تراژېدۍ رامنځته کېدو مسکو دې ته اړ کړ چې اوکرایین کې پوځي عملیات پیل کړي".
پوتین داسې مهال د دونباس پر نیول کېدو ټینګار کوي چې، د دفاع وزارت یې نن چهارشنبه (۲۰ اپرېل) په دوهم ځل ماریوپول کې اوکراییني پوځیانو ته د تسلیمېدو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و چې وخت یې اوس پای ته رسېدلی دی.
اوکراییني پوځیان د محاصره شوي ساحلي ښار ماریوپول د دفاع په موخه په یوه ستره صنعتي فابریکه کې ځای پر ځای شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې، د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي و "د روسیې وسله والو ځواکونو د اصلي بشري اصولو له مخې یو ځل بیا د بهرنیو وسله والو او توکمپالې ډلګۍ ته وړاندیز کړی چې د اپریل پر شلمه د مسکو پر وخت تر دوو بجو پورې پوځي عملیات ودروي او وسلې پر ځمکه کېږدي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د رپوټونو له مخې، په ماریوپول کې ایسار روسي وګړي هڅه کوي د بشر دوستانه دهلېزونو له لارې د اوکرایین سویل ختیځ کې زاپوریزیا ته واوړي.
اوکراییني چارواکي وايي دوی د دې کسانو د ویستلو لپاره بشري دهلیزونه پرانیستي او په بسونو کې یې د اوکرایین تر کنټرول لاندې سیمو ته لېږدوي.
د دوی په وینا تمه لري چې ۶۰۰۰ کسان وباسي، چې له دې ډلې ښځو، ماشومانو او د پاخه عمر کسانو ته لومړیتوب ورکوي.
خو د دې ښار مرستیال ښاروال سرګي اورلوف بي بي سي ته ویلي، دا به ډېر وختي وي چې ووایو بشري دهلېز به بریالی وي که نه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ویل کېږي چې د روسیې پلوي ملېشه ځواکونه هڅه کوي پر ازوستال نومي فولادو سترې فابریکې یرغل وکړي چې اوکراییني ځواکونه او ملکي کسان پکې دي.
بل لور پر ټیلګرام خواله رسنۍ د ماریو پول ښاري شورا یوه پیغام کې ویلي، سره له دې چې ګڼ شمېر روسي ځواکونه په ماریو پول کې دي، دوی لا هم نه دي توانېدلي ماریو پول ونیسي او ځکه ''دوی غواړي فولادو کارخانه هواره کړي. ''
په پیغام کې دغه راز ویل شوي، روسي ځواکونه دا پروا هم نه کوي، چې په کارخانه کې ملکي خلکو هم پناه اخیستې.










