د اوکرايين جګړه د روسيې بريد زور اخيستی

د ویډیو تشریح، د اوکرايين جګړه د روسيې بريد زور اخيستی

پر اوکرایین د یرغل له پیل راهیسې اوس له دغه هېواده د کډوالو شمېر نژدې دوه نیم میلیونو ته رسېدلی دی.

د اوکرایین حکومت وايي تمه لري د بشري مرستو د رسونې لپاره به نن د مارېيوپول په ګډون په څو ښارونو کې دهلیزونه پرانیستل شي. د جګړې په ډېرو ښارونو کې اوبه، برېښنا او خواړه نشته.

د کیېف او ډنېټسز ښاروالان و ايي روسي ځواکونو- سره له دې چې د ولسي خلکو د وېستلو پلان هم شته، بریدونه روان ساتلي دي.

یوه سیمه چې روسي ځمکني ځواکونو په کې پرمختګ کوي، د اوکرایین جنوب دی. روسانو د خیرسون ښار نیول او اوس د لوېديځ پر لور د وړاندي تګ هڅه کوي همدلته توره بحیره او اودیسه په نامه سیمه پرته ده.

خو په مایکوليېف کې چې په منځ کې پروت ښار دي، اوکرایینو ځواکونه کلک مقاومت کوي او ډېرې وېجاړۍ په کې شوې دي.