د ملکې الېزابت تابوت انډنبرا کې د درناوي لپاره کېښودل شوی

د عکس سرچینه، PA Media
د بریتانیا د ملکې الېزابت تابوت له نژدې شپږ ساعت سفر وروسته د سکاټلنډ مرکزي ښار اډنبرا ته وړل شوی دی.
د ملکې تابوت به اوس مخکې له دې چې لندن ته یوړل شي، نژدې ۲۴ ساعت په دغه ښار کې د خلکو لېدو لپاره کېښودل شوی وي. په دغه موده کې به ځايي خلک د درناوي مراتب وړاندې کوي.
د ښار په منځ او شاوخوا سیمو کې خلکو د درناوي لپاره چې ځینو سره یې د ګلانو ګېډۍ هم لېدل کېږي، څو کیلومتره اوږدې ليکې جوړې کړې دي.
د ملکې تاتوت د درناوي لپاره ځانګړي مراسم جوړ شوي دي. د جنازې د لېږد پرمهال د ملکې څو اولادونه هم د موټرو په کتار کې لېدل کېږي.
ټاکل شوې د بریتانیا ملکې د جنازې مراسمو کې چې د سپټمبر د ۱۹ مې سهار ۱۱ بجې ادا کېږي، د شاهي کورنۍ پر غړو سربېره سیاستوال او نړیوال مشران برخه واخلي.
د امریکا او سویلي کوریا په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو وار له مخه دغو مراسمو کې د ګډون اعلان کړی.
دا ورځ بریتانیا کې عمومي رخصتي اعلان شوې.

د عکس سرچینه، PA Media
په همدې حال کې د بریتانیا په ډېرو ځایونو کې د پاچا درېیم چارلس د رسمي اعلان لپاره غونډې روانې دي.
نوموړی پرون (شنبه) په لندن کې د ځانګړو مراسمو پرمهال د دې هېواد پاچا اعلان شو خو دبریتانیا په نورو ځایونو کې یې د پېژندنې مراسم روان دي.
د خپلې مور ملکې دویمې الېزابت تر جنازې او وروستیو مراسمو وړاندې به د سکاټلنډ، شمالي ایرلنډ او وېلز دوره وکړي.
د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې ملي ماتم به تر وروستیو دولتي مراسمو دوام کوي.
شاهي کورنۍ به تر هغې ورهاخوا اووه نورې ورځې هم ویر کوي.












