د ملکې دویمې الېزابت د جنازې مراسم چېرته او څه وخت ترسره کېږي؟

The Queen

د عکس سرچینه، PA Media

د بریتانیا د ملکې دویمې الېزابت د جنازې او خاورو ته سپارلو وروستي مراسم به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۹مه د ویسټ منسټر هال کې ادا شي.‌

دغه ځای کې به د هغې تابوت څلور ورځې ایښی وي چې خلک یې وروستی ځل وګوري.

تر هغې وړاندې د سپتمبر پر ۱۲مه به، د ملکې الېزابت تابوت د ۲۴ ساعتونو لپاره د اېډنبرا په جامع سېنټ جایلز کلیسا کې ایښی وي چې خلک ورته د درناوي مراتب وړاندې کړي.

ټاکلې د بریتانیا ملکې د جنازې مراسمو کې چې د سپتمبر د ۱۹مې سهار ۱۱ بجې ادا کېږي، د شاهي کورنۍ پر غړو سربېره سیاستوال او نړیوال مشران برخه واخلي.

د امریکا او سویلي کوریا په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو وار له مخه دغو مراسمو کې د ګډون اعلان کړی.

دا ورځ به بریتانیا کې عمومي رخصت وي.

ملکې دویمې الېزابت د ایبرډینشایر بالمورل کې له نړۍ سترګې پټې کړې او ټاکلې تابوت یې نن یکشنبه ایډنبرا ته ولېږدول شي‌ او د مازیګر څلور بجې د هالیروډهاوس ماڼۍ ته ورسېږي.

د دوشنبې تر غرمې وروسته به د هغې تابوت د شاهي کورنۍ غړو په ملتیا د ایډنبرا سنټ جایلز کلیسا ته ولېږدول شي.

هلته به د دعا مراسم ترسره او د تابوت د خلکو درناوي مراسمو په پار ۲۴ ساعته ایښی وي.‌

سې شنبه به د نوموړې تابوت د هغې د لور شهزادګۍ این په ملتیا لندن کې بکېنګهام ماڼۍ ته ولېږدل شي.

د چارشبنې تر غرمې وروسته پر درېو بجو به د ملکې تابوت وېسټ مېنسټر هال ته ورسېږي او تر تدفین وړاندې به څلور ورځې هلته ایښی وي.‌

د جنازې وروستي دولتي مراسم د سپتمبر پر ۱۹مه د سهار ۱۱ بجې پیلېږي چې ګډونوال به یې تابوت تر وېنډسر ماڼۍ پلی بدرګه کړي.‌

ملکه دویمه الیزابت به وېنډسور کې د پاچا شپږم جورج یادګاري کلیسا کې خاورو ته سپارل کېږي.

د نوي پاچا دوره

Britain's King Charles III makes his declaration

د عکس سرچینه، Jonathan Brady/PA

بلخوا ټاکلې نوی پاچا درېم چارلس د خپلې مور ملکې دویمې الېزابت تر جنازې او وروستیو مراسمو وړاندې د سکاټلنډ، شمالي ایرلنډ او وېلز دوره وکړي.

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې ملي ماتم به تر وروستیو دولتي مراسمو دوام کوي.

شاهي کورنۍ به تر هغې ورهاخوا اووه نورې ورځې هم ویر کوي.‌

د وېسټ مېنسټر کلیسا هغه تاریخي ځای دی چې د بریتانیا پاچاهانو او ملکو ته تاج پکې پر سر اېښودل کېږي،‌ خو له ۱۸ مې بېړۍ راهیسې دغلته د کوم پاچا وروستي مراسم نه دي ترسره شوي.

۱۹مه پېړۍ کې د ملکې الېزابت د پلار، نیکه او غورې نیا ملکې وکټوریا وروستي مراسم وېڼدسور سېنټ جورج کلیسا کې ترسره شوي‌ وو.‌

د ملکېد دویمې الېزابت د جنازې وروستي مراسم به پر تلویزیون به ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.‌