چارلس-درېيم په رسمي ډول د بریتانیا د نوي پاچا په توګه معرفي شو

چارلس-۳

د ملکې الېزابت-دویمې زوی چارلس نن (شنبه) د لندن په شاهي ماڼۍ سېنټ جیمز کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه د بریتانیا د نوي پاچا په توګه معرفي شو.

دا لومړی ځل دی چې د "پاچا اعلانولو شورا" دا رسمي غونډه، چې په ترڅ کې یې د بریتانیا خلکو ته د دوی نوی پاچا ورپېژني، پر ټلویزون په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

که څه هم د ملکې له مړینې سره ښاغلی چارلس وارله مخه پاچا دی خو د شورا دا اعلان تشریفاتي بڼه لري.

په دې غونډه کې د بریتانیا ځینو مشرانو سیاسي کسانو، د لندن ښاروال او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکږ ګډون کړی و.

د بریتانیا بیرغ به د ۲۴ ساعتونو لپاره نوي پاچا ته د درناوي په موخه هسک وساتل شي او تر هغې وروسته به د ملکه الېزابت-دویمې د مړینې په ویر بېرته نیمه ځوړند کړل شي.

د بريتانيا نوي پاچا چارلس درېيم د خپلې مور ملکې الېزابت دويمې له مړينې وروسته پرون (جمعه) د بکېنګهم ماڼۍ څخه ملت ته وينا وکړه او په پيل کې يې خپلې مور ملکې الېزابت ته درناوی وړاندې کړې.

King Charles during his address to the nation

نوي پاچا وويل، ملکه الېزابت د هغه او د "ملت لپاره الهام بښوونکې وه" او له هغې څخه يې د خپلې کورنۍ او هېواد ته د خدمت لپاره مننه وکړه.

د بريتانيا ملکه الېزابت-دویمه،‌ چهارشنبې ماسپښين مهال د بریتانیا د سکاټلنډ په بالمور سیمه کې مړه شوه.

نوي پاچا د خپلې مور د خدمت ژمنه تازه کړه او ويې ويل د هغې ژمنتيا هېڅکله له منځه نه ځي.

پاچا چارلس وويل، زوی به يې وېليم د وېلز شهزاده او د هغه مېرمن کترېن به د وېلز شهزادګۍ وي. له دې سره به وېليم د پاچا وليعهد وي.

نوموړي د بل زوی شهزاده هاري يادونه هم وکړه او د هغه او د مېرمنې مېګهن لپاره یې هم مينه څرګنده کړه.

پاچا چارلس او مېرمنې يې د بکېنګهم ماڼۍ بهر خلکو ته ښه راغلاست ووايه.

ټاکل شوې تر دوو اوونیو په کمه موده کې به د ملکې د جنازې دولتي مراسم په ویسټ مېنسټر ابې کې ترسره شي. د جنازې کره ورځ به د بکېنګهم ماڼۍ له لوري اعلان او تایید شي.

د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشران به د ملکې د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د بریتانیا شاهي کورنۍ ته ځانونه ورسوي. د بریتانیا سیاسي کسان او پخواني لومړي وزیران به هم په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

د برتانیا ملکه دویمه الیزابت په خپلې اوږدې واکمنۍ کې په دې ستایل شوې چې خپله دنده یې په ښه توګه ترسره کړې او خپل ژوند یې د پاچاهۍ وقار ساتلو او خپلو خلکو ته وقف کړی و.