ملکه الېزابت-دویمه؛ ولې یې میلیونونه هندیان په لیدو خوشالېدل؟

ملکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملکه الېزابت-دویمه د ۱۹۸۳ په نومبر کې هند ته د خپل نهه ورځني سفر پر مهال
    • Author, سوتېک بېسواس
    • دنده, هندی خبریال

کله چې ملکه الېزابت-دویمه د ۱۹۶۱ کال په جنورۍ کې لومړی ځل هند ته لاړه نو د رپوټونو له مخې په ډيلي کې له هوايي ډګره د هند ولسمشر تر دفتره پورې پر لاره شاوخوا یو میلیون خلک ورټول شوي وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ولیکل، "هندیانو دا اوونۍ خپلې ستونزې هېرې کړې وې. که څه هم په بشپړ ډول نه، ځکه چې اقتصادي سختۍ وې، سیاسي جنجالونه وو، له کمونیستي ګاونډي چین اندېښنې شته او همدا راز یو څه له کانګو او لاوس هم. ډیلي هڅه کوله د ملکې الېزابت له دې سفر تر خپله وسه ګټه ترلاسه کړي."

ټایمز ورځپاڼې ولیکل چې اورګاډو، بسونو او غوايګاډو خلک تر پلازمېنې لېږدول. دوی د ډيلي په کوڅو او سړکونو کې په دې تمه وو چې شاهي جوړه یو نظر وګوري.

په رپوټ کې همدا راز راغلي وو، "الېزابت هلته د امپراتور نه بلکې د یوې سیالې په توګه سفر کړی و" او هغه د بریتانیا شاهي کورنۍ لومړنۍ غړې وه چې په ۱۹۴۷ کې د هند له خپلواکۍ اخیستلو نه وروسته د تاج او تخت څښتنه شوې وه او هلته یې سفر وکړ.

ملکه

د عکس سرچینه، Fox Photos/Hulton Archive/Getty Imag

د عکس تشریح، ملکه الېزابت-دویمه له شهزاده فيلېپ سره د ۱۹۶۱ کال په جنورۍ کې د هند په سفر لاړه

دا سفر هند ته هم دا فرصت په لاس ورکړی و چې خپل مخکېني بریتانوي واکمن ته ښکاري کړي، "له هغه راهیسې چې دوی یې له هېواده وتلي دي، هېواد یې سم روان دی." د بېلګې په توګه، "د جټ الوتکو پرمختللي هوايي ډګرونه شته، نوې ودانۍ او دفترونه جوړ شوي، د اوسپنې فابریکې او اټومي بټۍ رامنځ ته شوې دي."

د هند لویې وچې ته دغه شپږ اوونیز سفر دې بریتانوي شاهي جوړې ته د هند په اړه د پوهېدو لپاره هم یوه غوره تجربه وه.

د بریټېش پاتې له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سفر پر مهال د دوی څومره تود هرکلی شوی دی.

دې YouTube پوسټ نه تېرشئ
ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ YouTube پای

Presentational white space

ملکې ممبئ، چېنای او کلکتې ښارونو ته هم سفر وکړ چې هغه مهال د بومبې، مدراس او کلکته په نوم مشهور وو. دوی ځينې تاریخي ځایونه لکه تاج محل، د جېپور پېنک یا ګلابي کلا او د بنارس تاریخي ښار وکتل.

هغې دوه ورځې د یوه مهاراجا په ښکارځي کې تېرې کړې او پر پیل یې هم سورلي وکړه.

دې شاهي جوړې همدا راز د جنورۍ پر ۲۶ د هند د خپلواکۍ ورځې په جشن کې هم ګډون وکړ.

تاج محل ته یې په یوه سرخلاصي ګاډي کې سفر وکړ چې ګڼ خلک یې د سړک شاوخوا هرکلي ته ولاړ وو. په لویديځ بنګال کې د بریتانیا په مرسته جوړې شوې د اوسپنې فابریکې کتو ته ورغله او پکې کارکوونکو سره یې هم ولیدل.

په کلکته کې د ملکې ویکټوریا په یاد جوړ شوي څلي‌ کتو ته هم ورغله.

د دې شاهي جوړې لپاره د اسونو د ځغاستې په یوه جوړه شوې سیالۍ کې يې ګډون وکړ او د ګټونکي اس څښتن ته يې جام ډالۍ کړ.

ملکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۱۹۸۳ کال په نومبر کې ملکه الېزابت-دویمه د هند لومړۍ وزیرې اندېرا ګاندهي سره لیدل کېږي

کله چې ملکه په کلکته کې له ښاره د هوايي ډګر پر لور په سرلوڅي ګاډي کې روانه وه نو د ال انډيا راډيو یوه خبریال د یارکشېر پوسټ نقل قول یاداوه چې ویل یې، که څه هم هغه د هند امپراتوره نه ده خو د دې لیدو او هرکلي ته د راوتلیو هندیانو له لوی شمېر داسې ښکاري چې هغه د میلیونونو هندیانو پر زړونو واکمني کوي.

شاوخوا دوه لسیزې وروسته د ۱۹۸۳ په نومبر کې ملکه هند ته په دویم سفر لاړه او په هغې سرمشریزې کې له ګډون سره همهاله و چې له همګټو هېوادونو سره جوړه شوې وه.‌ خو په دې سفر کې دغه شاهي جوړه تر ډېره د دوی لپاره د هند په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځانګړې شوې خونه کې پاتې شوه.

ملکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملکه الېزابت-دویمه د ۱۹۸۳ کال په نومبر کې هند ته د خپل سفر پر مهال له مادر ټريزا ته مډال ورکوي

هند ته وروستی سفر یې د ۱۹۹۷ په اکتوبر کې و چې تر یوې غمیزې وروسته وه. د شهزادۍ ډیانا مړینه. دا هغه مهال و چې هند او پاکستان د خپلواکۍ پنځوسمه کلیزه نمانځله او د شهزادۍ ډيانا له مړینې وروسته دا د ملکې لومړی ځل و چې په عام محضر کې راڅرګندېږی.

د دې دا سفر ناندریز او جنجالي شو.

خبره دا وه چې ملکه الېزابت دجالېنواله بڼ لیدو ته ورغله. دا هغه بڼ و چې د بریتانیا په تاریخ کې د یوې خونړۍ ټولوژنې په یاد جوړ شوی. هلته په ۱۹۱۹ کې سلګونه هندیان په یوه لویه غونډه کې

ملکه الېزابت د دې بڼ د لیدو پر سر له ناندریو وروسته بښنې غوښتلو ته اړ شوه او وروسته یې وویل، "په تېر تاریخ کې به ځينې غموونکې صحنې وي چې جالېنواله بڼ یې هم یو مثال دی. خو تاریخ بېرته له سره نه شي‌ لیکل کېدلی، همدا تاریخ دی او د خواشينۍ وړ ده. موږ باید له غمونو درس واخلو او خوښۍ رامنځ ته کړو."

ملکې الېزابت هند ته د خپلو درو واړو سفرونو پر مهال ښه وخت تېر کړی.

وروسته یې ویل، "د هند د خلکو تود هرکلی، مېلمه پالنه، بډای او له تنوع ډک هېواد موږ ټولو ته یو الهام رابښي."