چارلس د بریتانیا نوی پاچا دی

د عکس سرچینه، © Nadav Kander
د بریتانیا ملکې له مړینې سره سم د بریتانیا واکمني له رسمي مراسمو پرته سملاسې د هغې ځای نا ستی او د ویلز پخواني شهزاده چارلس نوی واکمن شو. خو نوموړی به رسماً له تاج پرسرولو مخکې له یو شمېر دودیزو پړاوونو تېرېږي.
پاچا به په څه نامه یادېږي؟
د بریتانیا د نوي پاچا د نیکه جارج پنځم د نوم لومړۍ برخه البرټ و، خو نوموړي د خپل نامه منځنۍ برخه غوره کړه. د چارلس لپاره به هم لومړی پړاو د نوم غوره کول وي او نوموړي د ځان لپاره پاچا چارلس درېیم نوم غوره کړی دی.
چارلس لومړنی شخصیت نه دی، چې خپل لقب بدلوي. د ده ځایناستی شاهزاده ولیم که څه هم سملاسي د ویلز شاه زاده لقب نه خپلوي، خو د خپل پلار دویم لقب ډیوک اف کارنویل لقب یې ترلاسه کړ او مېرمن یې کیتهراین له دې وروسته ډچز اف کارنویل بلله کېږي.
د پاچا چارلس مېرمن به اوس د 'کویین کنسورټ ' په لقب سره یادېږي، چې د پاچا د ژوند ملګرې لپاره ځانګړی لقب دی.
رسمي مراسم
د مور له مړینې وروسته به لومړیو ۲۴ ساعتونو کې رسماً د چارلس د پاچاهي اعلان وشي. دا مراسم به د پلازمېنې لندن په سنټ جیمز ماڼۍ کې د یوې دودیزې کمېټې پر وړاندې ترسره شي.
د بریتانوي پارلمان نوي او پخواني له غړیو تشکیل شوې پریوي شورا، لوړپوړي دولتي چارواکي، د مشترکه ګټو دولتونو غړو هېوادونو استازي او د لندن ښاروال د دې کمېټې غړي دي.

د عکس سرچینه، PA Media
۷۰۰ کسان په دې مراسمو کې د ګډون وړتیا لري، خو د وخت کموالي له کبله په دې مراسمو کې ټول وړتیا لرونکي کسان ګډون نه کوي. دا ډول مراسم وروستی ځل په ۱۹۵۲ کال کې تر سره شوي، چې نژدې ۲۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و.
د دود له مخې پاچا په دې مراسمو کې شخصاً ګډون نه کوي. په دې غونډه کې به د ملکې د مړینې اعلان د پریوي شورا لارډ مشر کوي. له دې وروسته به دا اعلان کنټربري کلیسا مشر، او لارډ چانسلر په ګډون معتبر شخصیونه دا اعلان لاسلیکوي.
دا کمېټه معمولاً یوه ورځ وروسته بله غونډه کوي او په هغه غونډه کې پاچا هم د پریوي شورا ملګرتیا کوي. د بریتانیا پاچا یا ملکه له واکمنېدو سره سم د امریکا ولسمشر یا نورو هېواد مشرانو په څېر لوړه نه کوي، بلکې د پاچا له لوري یو اعلان کېږي چې د سکاټلنډ د کلیسا ساتنه به کوي.
د دې اعلان دود له اتلسمې پېړۍ راهیسې پالل کېږي. له دې وروسته به نغارې وډنګول شي او د چارلس د پاچاهۍ اعلان به وشي. دا اعلان به د سنټ جیمز پیلس یا ماڼۍ فریري کورټ نومې ودانۍ له بالکونه ګارټر کنګ اف ارمز په نامه چارواکی کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

دی به ووايي: ''خدای دې پاچا خوندي وساتي '' او له ۱۹۵۲ وروسته به لومړی ځل د بریتانیا ملي سرود داسې وغږول شي، چې وايي: ''ګاډ سېو د کینګ ''
له دې وروسته له هایډ پارک، ټاور اف لنډن او سمندري بېړیو د توپونو سلامۍ ورکړل شي او د چارلس د پاچاهي اعلان به په اډنبرا، کاردیف او بیلفاسټ کې هم ولوستل شي.
تاج پر سر کول
پر پلاز د کېناستو تر ټولو مهم پړاو د تاج پر سرولو دی، چې د چارلس پر سر به د بریتانیا د پاچا تاج کېښودل شي. دا مراسم وخت ته اړتیا لري او پر تخت د پاچا له کېناستو سره سم به نه ترسره کېږي.
ملکه الیزابیت ۱۹۵۲ کال په فبرورۍ کې پر تخت کېناسته، خو د نوموړې د تاجپوشۍ مراسم د ۱۹۵۳ کال په جون کې ترسره شول. نهه سوه کاله کېږي، چې د بریتانوي پاچاهانو او ملکو د تاجپوشۍ مراسم په ویسټ منسټر ابې کې تر سره کېږي.
ولیم دا کنکرر لومړنی پاچا و، چې هلته یې پر سر تاج کېښودل شو او چارلس به ۴۰ پاچا وي، چې دلته به تاج پر سر کړي.
دا اینګلیکن مذهبي مراسم دي چې د ارچ بشپ اف کنټربري لخوا تر سره کېږي. په دې مراسمو کې به د پاچا چارلس پر سر سنټ ایډورډ تاج کېښوول شي، چې په ۱۶۶۱ کال کې له نګه سرو زرو چمتو شوی دی.
له دوه کیلوګرامه سرو زرو جوړ دا تاج په ټاور اف لندن کې د شاهي ګاڼې یوه برخه ده او هر پاچا یې یوازې د تاجپوشۍ پر مهال پرسروي.
د شاهي ودونو برعکس د پاچا تاجپوشي دولتي مراسم دي، چې لګښت یې هم حکومت ورکوي او د مېلمنو لیستونه هم دوی چمتو کوي.

د عکس سرچینه، Mirrorpix / Getty Images

په دې مراسمو کې موسیقي، شاعري هم وي او پر پاچا د ګلابو، نارنج، دارچیني، مشکو او عنبرو تېلو موښلو سره دودیز مراسم ترسره کېږي. نوی پاچا د خلکو پر وړاندې پر تخت د کېناستو لوړه کوي.
په دې شاندارو مراسمو کې پاچا ته د اورب او سیپټر) په نامه نښانونه ورکول کېږي ارچ بشپ اف کنټربري به د پاچا پر سر د سرو زرو تاج کېږدي.
د مشترکو ګټو دولت رئیس
چارلس د مشترکو ګټو یا شریک المنافع دولت مشر هم شو، چې د ۵۶ خپلواکونو هېوادونو تنظیم دی. چارلس له دې ډلې د ۱۴ هېوادونو چې بریتانیا هم پکې شامله ده، نن هم د دولت رئیس دی.
په دې هېوادونو کې اسټرالیا، انتیکا او باربودا، بهاماس، بلیز، کاناډا، ګرینیډا، جمیکا، پاپوانیوګیني، سنټ کرسټوفر او نیوس، سنټ لوشیا، سنټ ونسنټ او ګرینیډینز، نیوزیلنډ، سولومن ټاپوګان او ټوالو شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
©د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.










