د بریتانیا پاچا چارلس خپل زوی او نږور ته 'د وېلز شهزاده او شهزادګۍ' لقبونه ورکړل

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا پاچا چارلس - دریېم، خپل زوی شاهزاده ویلیم او نږور کېتهراین د وېلز شاهزاده او شاهزادګۍ نومولي دي.
پاچا چې مخکې یې خپله دا لقب درلود په دې هکله وویل: ''نن ویاړم چې هغه د وېلز شاهزاده لقب ورکوم. ''
پاچا چارلس دا لقب خپل ولس ته د ملکې الېزابیت له مړینې وروسته لومړنۍ وینا کې ورکړ.
پاچا په دې هکله زیاته کړه، ''په داسې حال کې چې کېتهراین به یې تر څنګ وي، ما ته معلومه ده چې زموږ د وېلز نوی شاهزاده او شهزادګۍ به الهام بښونکي او ملي ډایلاګونه به پرمخ بیايي. ''
نوموړي وویل، ''دوی به مرسته وکړي چې څنډې ته شوي مرکزي بهیر کې شامل کړي او له هغه ځایه به اړینې مرستې ورسره وشي. ''
دغه جوړه به د ډیوک او ډچز اف کارنیوال القاب هم له ځانه سره ولري، چې مخکې پاچا چارلس او هغه د مېرمنې کامیلا چې اوس د کنسورټ کویین لقب لري، درلودل.
پاچا په دې هکله خبرو کې زیاته کړه، د وېلز شاهزاده لقب چې ده درلود، ''تر ډېره وخته زما د شخصي او کاري ژوند په ترڅ کې د ډېر ویاړ لامل و. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د یوې سرچینې په وینا شاهزادۍ کېتهراین د دې لقب له ترلاسه کولو وروسته چې یو وخت د شاهزادۍ ډیانا لپاره ځانګړی و، وویل: ''تاریخ ویاړمن دی '' خو غواړي ''پر راتلونکي تمرکز '' وکړي او د ځان لپاره خپله تګلاره غوره کوي.
۲۵ کاله مخکې د ډیانا له مړینې وروسته دا لومړی ځل دی، چې شاهزادۍ کېتهراین به دا خورا مشهور لقب کاروي، ځکه له دې مخکې کامیلا ته هم یاد لقب ورکړل شوی و، خو هغې هېڅکله نه دی کارولی.
کېتهراین ډیانا یوه داسې ښځه بللې ده چې الهام ترې اخیستل کېږي.
۲۰۱۰ کې شاهزاده ویلیم د خپلې مور ډیانا په هکله د خبرو پر مهال وویل، هېڅوک یې د مور ځای. نه نیسي او کېتهراین به خپل برخلیک خپله ټاکي.










